نرنګ ولسوالۍ

دنرنګ ولسوالۍ په اړه عمومی معلومات

General Information Regarding Narang District

کونړولایت دګران هیواد افغانستان د (۳۴) ولایتونوله جملی څخه هغه ولایت دی چې دلومړی ځل لپاره د افغانستان په شاهی دولت کې په (۱۳۴۲) لمریز کال کې دلوئی ولسوالۍ  له درجی څخه ولایت درجې ته ارتقا‌ء وکړه چې په هغه وخت کې ددی ولایت  لومړنی والی په حیث په دنده وګمارل شو مرحوم عبدالرحیم (ناصری ) وو کله چې د سردار محمد داؤد خان په ګران هیواد کې سپینه کودتاوکړه اومرحوم دچارو واګی په لاس کې واخیستی نوپه هیواد کې ئی دجمهوری حکومت دبنسټ ډبره کیښوده چې نوموړی په خپل دورحکومت کې دکونړونوولایت بیرته دولایت له درجی څخه لوئی ولسوالۍ درجی ته ښکته او په دغه وخت کې ئی مرحوم حاجې محمد (څمکنی ) دحکمران په توګه په دنده وګمارو اوپه (۱۳۵۴) هـ ش کال کې ئی له لوئی ولسوالۍ  له درجی څخه بیرته ولایت درجی ته لوړ کړ چې په دغه وخت کې دکونړونوولایت دمرکز اسعد اباد په ګډون په (۷) اداری واحدونو( خاص کونړ، څوکۍ ، سرکاڼی ، دره پیچ ، برکونړ ( اسمار ) او کامدیش ) ویشل شوی وو اواوس مهال چې کومی ولسوالۍ (نورګل ، نرنګ ، مره وره ، شیګل ، غازی آباد ، دانګام ، ناړۍ ، وټپور او چپه دره ) دولایت علاقدارۍ وی چې خپله چې د مرحوم سردار محمد داؤد خان دشهادت څخه وروسته د انقلاب په دوران کې ټولی علاقدارۍ په ولسوالۍ بدلی شوی چې اوس مهال دکونړونوولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون د (۱۵) اداری واحدونو( نورګل ، خاص کونړ ، څوکۍ ، نرنګ ، سرکانی ، مره وره ، شیګل ، اسمار ، غازی اباد ، دانګام ، ناړۍ ، وټپور ، ماڼوګی او چپه دره ) ویشل شوی دی چې دکونړونوولایت څلورولسوالۍ ( خاص کونړ، څوکۍ ، سرګاڼی اوماڼوګی ) په دویمه درجه او پاتی لس ولسوالۍ ( نورګل ، نرنګ ، مره وره ، شیګل ، اسمار، غازی اباد ، دانګام ، ناړۍ ، وټپور او چپه دره ) په دریمه درجه کې قرار لری چې دنرنګ ولسوالۍ  کوم چې موږ ورته پروفایل  (نما ) ترتیب کړی هم دریمه درجه ولسوالیو په ډله کې شامله ولسوالي ده چې دولسوالۍ  نوم دنرنګ ولسوالی او ددی ولسوالۍ مرکز کوزنرنګ دی  چې دمرکزاسعداباد څخه (۱۷) کیلومتره لیری موقعیت لری  شمال لوری ته ئی دباډیل دره چې دڅوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل دری سره تړلی ده ، لویدیځ لوری ته ئی د څوکۍ ولسوالۍ ، ختیځ لوری ته ئی مرکزاسعد اباد او جنوب لوری ته ئی دکونړونوولایت سیند اوسرکانی ولسوالۍ موقعیت لری او دنرنګ ولسوالۍ  (۱۶۲) کیلومتره مربع مساحت لری چې (۱۰۵) لوی اوکوچنی  کلی په بیلابیلو سیمو شتون لری  او دنوموړی  ولسوالۍ (۷۴)٪ سیمه غرنۍ او (۲۶)٪ سیمه ئی نیمه غرنۍ ده که څه هم په ګران هیو اد افغانستان کې دنفوسو دشمیر په اړه کومه دقیقه سروی نده ترسره شوی دولسوالۍ د راپورونو او ځینی ادارو دسروی ګانوپراساس نوموړی ولسوالۍ تقریباً (۷۵۰۰۰) تنه نفوس لری چې دمجموعی نفوس له جملی څخه (۳۵۰۰۰) تنه نارینه او (۴۰۰۰۰) تنه ښځینه دی.

نوموړی ولسوالۍ دکونړونوولایت کې دنوروولسوالیو په څیرد تاریخی او اقتصادی ارزښتونودرلودونکې ده  چې تاریخی ځایونه ئی ( بر او کوز نرنګ کلاګانی ، دزوړ نرنګ اندک رسامی او  دبرنرنګ دډنډونوکلی دپاسه درسامۍ ریلیفونه دی او همدارنګه نوموړی ولسوالۍ دخاص کونړولسوالۍ په څیر دزیاتو کرهڼیزو ځمکودرلودونکی ده چې داوبوله پلوه هم غنی ده او د ولسوالۍ کرهنیزو ځمکو  چې مجموعی مساحت ئی (۲۲۰۰) هکتاره  دی او ددی له جملی څخه (۱۶۰۰) هکتاره  اوبه ایزه او (۶۰۰) هکتاره للمی ده بیلابیل فصلونه دبزګرانو پرمټ کښت کیږی چې تفصیل به ئی وروسته په کتاب کې ذکرشی ولی دیادی ولسوالۍ  کرهڼیز پیداوار ( غنم ، جوار ، وربشی او ګنی دی او همدارنګه سبزیجات چې په یاده ولسوالۍ کې کرل کیږی د(بنډۍ ، پالک ، ټینډۍ ، شلغم) اوداسی نوروڅخه عبارت دی او که میوه جاتوته ځیر شو نوپه نوموړی ولسوالۍ کې (انګور، نا رنجان ، مالټه ، سره املوک ، خوبانۍ (زردالو) ، آلوچه ، مڼی ، اوامروت)  پیدا کیږی نه یواځی داچې په نوموړی ولسوالۍ کې میوه جات ، حبوبات او سبزیجات پیداکیږی لکه څرنګه چې مخکی یادونه وشوه چې دنوموړی ولسوالۍ زیاته برخه غرونه دی اوغرونه ئی په نښترواو لمنځو اودیته ورته ارزښت لرونکو لرګین نباتاتو پوښل شوی دی او لرګی ئی په اقتصادی چارو کې په نوموړی ولسوالۍ کې ځانګړی حیثیت لری چې په راتلونکې عناوینو کې  به په تفصیلی ډول معلومات تر لاسه کړائی شۍ.

د نرنګ ولسوالۍ بشپړ انځور د کتنې او ښکته کولو لپاره دلته کلک وکړئ.