اسدآباد ښاروالۍ

اسدآبادښار

دکونړونو ولايت چې د افغانستان د ختيځو ولايتونو له جملې څخه شميرل کيږي له ګاونډي هيواد پاکستان سره د لږترلږه ۲۴۰کيلومتره  ګډې پولی لرونکی اوغرنې ولايت دی، چې دشمال له لوري له نورستان، د شرق او جنوب له لوري له پاکستان اوغرب لوري ته يې دننګرهار او لغمان ولايتونه پراته دي.

د کونړونو ولايت مرکز داسدآباد په نوم مشهوردی چې په ۱۳۲۸ لمريزکال کې تأسيس او  اوس مهال دڅلوروناحيولرونکی دی چې مساحت يې لږترلږه ۶۰ کيلومترمربع، د وګړوشميريې سل زره تنه اټکل شوی چې ۴۹ سلنه يي ښځينه او ۵۱ سلنه يې نارينه تشکيلوي، لږترلږه ۱۵زره کورنۍ پکې ميشتې دي چې دهرې کورنۍ دوګړوشميريې ۷،۱۵ تنه اټګل شوی چې د دغه وګړو ډيری يې د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ له لارې خپل ورځني عوايد لاسته راوړي او پاتې پنځه سلنه يې په رسمي دندوبوخت دي.

د دغه ښارپه شاؤخواکې پراته غرونه په بيلابيلوشنو ونواوګياؤ پوښل شوي چې له امله يې د دغه ښار چاپيريال ته ورپيښ اقليمي ګواښونه کم کړي اوفضاء يې ډاډمنه کړې.

همدارنګه داسداباد ښاروالۍ ښاریانوته دنوروګڼوخدمتونواو آسانتیاؤ دبرابرولوترڅنګ هڅه کړې ترڅود وخت له غوښتنو سره سم د ښارد اوسیدونکواړتیاؤته ځواب و وائي اودامکان تربریده په ښاراوشاؤخواسیموکې دنړیوالومعیارونوبرابریولړبدلونونه رامنځته کړي، چې له نیکه مرغه نوموړې موخې ته یی ترډیره بریده لاس رسی هم پیداکړی، دغې ښاروالۍ تردې دمه داسداباد ښاردپراختیااوپرمختګ په برخه کې بیلابیل نوښتونه هم کړي چې دښاربڼه یې په بشپړه توګه بدله کړې ، همدارنګه دیادې ادارې دښوکړنوپه پایله کې دتیروکلونوپه پرتله په عوایدو کې هم دپام وړ ډیروالې رامنځته شوې، د نوموړې ښاروالۍ دعوایدومدیریت دعوایدود راټولوپه برخه کې هڅه کړې ترڅوله یوشمیرعایداتي سرچینوڅخه چې په واک کې یې لري لکه: دولتي هټۍ، رهایشي خونې، هوټلونه، دمسافروړونکوموټروهډې، داصنافوجوازونواواشتهاري لوایحوسالمه ګټه پورته کړي ترڅوله یوې خوادشفافیت اوحساب ورکونې اصل پر ځائ او له بلې خوا د دولتي عوایدوکچه هم پورته شي، چې په نوموړې برخه کې د تیرو درې کلونولاسته راوړنوبیلګه اود ۱۳۸۹ کال په پرتله د۱۳۹۰لمریزکال په عوایدو کې (۶۸٪) لوړوالی دلاندې ګراف په بڼه ستاسي مخې ته ږدو.

داسدآباد ښاروالۍ د دغه ښارپرمختیا اوپراختیا په برخه کې یولړټولګټې پروژې لکه: 

دسرکونوترمیم، قیر، په ښارکې دننه پرلویو کانالونو دپلي پلونورغونه، دفرعي لاروجوړښت، ترمیم اوهمدا رازنوربنسټیزکارونه ترسره کړي ، د لازیاتومعلوماتولپاره داسدابادښاروالۍ د۱۳۹۰لمریزکال دکړنو رپوټ دکتنې اوښکته کولولپاره دلته کلک وکړئ.

د USAID مرستندويه دفتر:     يو اس اې آی ډي/افغانستان(USAID/AFG)

د تړون شمېره:                   306-C-00-10-00526-00

تړون کوونکی:                    DAI

د خپرېدو نېټه:                    ۲۰۱۲ کال، د آګسټ ۲۹

ليکونکي:                         يو اس اې آي ډي/ ختيځ رامپ اپ او د اسد آباد ښاروال

 

پدې رساله کې د ليکونکو بیان شوې نظريې هرومرو د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې او يا د امريکې د متحده ايالاتو نظر نه څرګندوي.

نوموړی پلان په پښتو او انګلیسي ژبو ترتیب شوې او هرمرستندویه نهاد کولای شي چې دکتنې اوښکته په موخه یې لاندې لنکونو ته مراجعه وکړي:

پښتوبرخه: دلته کلک وکړئ

انګلیسي برخه: دلته کلک وکړئ