سپورت او لوبې

له کله رهیسی چی دفغانستان اسلامي جمهوري دولت  په کارپیل کړې په هیوادکې دنوروپراخوپرمختګونو په خواکې دسپورت په ډګرکې هم دپام وړپرمختګونه شوي چې بیلګې یی نړۍ اوهیوادوالوته په ډاګه دي ، په کونړونو ولایت کې ددې ولایت دورزشي آمریت په هڅواوهانداودافغانستان دالمپیک ملي کمیټې په ځانګړې پاملرنه ددې ولایت په بیلابیلوسیموکې یولړلوبې لکه کرټ،والیبال،فټ بال،تکواندو،منډه،بدن ښکلا،باتوراندو،هاکي،،شترنج ،تیږه غورځول،جمناستک،بوکس وهل اوسنوکر تاًسیس شوي چې ورځ په ورځ یی مینه وال مخ په ډیریدو دي.

دیادولووړدي چې ددې ولایت دورزشي آمریت له لوري په ځینوملي اوعادي ورځوکې رازرازسیالۍ په هم په لاره اچول کیږي چې لاندې ترینه یادونه کوو:

دنیکمرغه لوی اخترپه مناسبت د پیچ دری اړونده دننګلام په سیمه کې د کونړونو ولایت دالمپیک ریاست له لوری دولیبال اوکرکټ سیالې په لاره اچول شوی وی چی ددی ولایت له بیلابیلوسیموڅخه پکی لږترلږه شپاړس لوبډلوګډون کړی ؤ.