په کونړونو ولایت کی دبیارغونې بهیر

څه دپاسه یوه لسیزه دمخه له کله راهیسې چه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په کارپیل کړی په ۱۳۸۳ لمریزکال کی یې اعلان وکړترڅو نړیوالوزریزوپرمختیایی موخوته چی په ۱۳۷۹ لمریزکال کی دملګروملتونودسرمشریزی لخوا رامنځته شوي سرته ورسوي چی هدف یی په ټوله نړۍ کی دملي پرمختیایی پالیسیواودبیارغونې دلومړیتوبونو لپاره دکاري چوکاټ په توګه کارکول دي، چی معیارونه یې د ۲۰۱۵ او۲۰۲۰ کلونولپاره ټاکل شوي دي ، له نیکه مرغه تردی دمه دافغانستان ملی پرمختیایی موخوته درسیدوپه درشل کی دهیواد په کچه دکونړونو ولایت یوله هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چی نوموړوموخوته یی ترډیره هده لاسرسې پیداکړې، د افغانستان دپرمختګ له ملي تګلاری سره سم په اته واړه سکتورونو کی دپام وړپرمختګونه شویدي ، دبیلګې په توګه دامنیت په برخه کې ټولې ولسوالۍ فعال دي ، ملګري  ملتونه( UN) او نادولتي مرستندویه  موسسات په کار بوخت دي ، ټول ښوونځي د زده کوونکوپرمخ خلاص دي په ټولیزډول (۱۴۹۳۰۰ )تنه ښوونځي ته ځي چې (45) سلنه يې جونېدي ، دولسوالیو اومرکز ترمنځ دتګ راتګ  ټولې لارې خوندي دي،  په مرکز او ولسوالیو کې ټلیفوني اړیکی ژوندۍ دي ، دولایتی شورا او ولسي جرګې ټاکنې په ښه شان سرته ورسیدې همدارنګه دحکومتوالۍ په برخه کی دمرکز او ولسواليو په کچه دولتي ادارې فعال دي ، د مجهز اوپیاوړی عدلي اوقضايي سیستم په شتون کې علنی محکمې سرته رسیږي ،  په ټولو ادارو کې استخدام د ازاد رقابت له لیارې د لیاقت اوشایسته سالارئ پربنسټ ترسره کيږي ، په ولایتي ادارو ( شاروالۍ ) کې دحساب ورکونې اصل ژوندی شوې، مدني ټولنې رامنځته شوي دي ، اکثر دولتي دوایر په اړینو تجهیزاتو او وسایلو تجهیزشوي دي ، دبې وزله خلکو سره اړينې مرستې کيږي ، دحکومتوالۍ دشتون او دخلکو دملاتړ په نتیجه کې پرمختيايي کارونه بې له خنډو ځنډه دوام لري .

همدارازدپوهنې دسکتورپه۴۱۶تعليمي موسساتوکېد ۱۴۹۳۰۰زده کوونکو شتون ، د۷۰بابه نويو ښوونځيو رغونه ،دسیدجمال الدين افغاني پوهنتون تاًسیس ، ۴مسلکي لیسو ایجاد، دمعلم تربیی یو مرکز او دوه الحاقيورغول، ۲دارلعلومونو او ۱۴مدرسې جوړول ،  د رتبو اومعاشاتو سیستم پلی کیدل ، ټولو زده کوونکو ته د درسي نصاب کتابونو رسیدل ښی بیلګی دي.

دبیخبنااوطبیعي زیرموپه برخه کېهم یولړپرمختګونه شوي چی ترټولوښی بیلګی یی دکونړونو ولایت اړونده ۲۷۰کلومتره سرک قیرکیدل د کونړپرسیند د (۹) بابه پخو او اساسي پلونو جوړول، په مرکز اسداباد کې د صحي اوبو  دوه (۲) شبکوجوړول ،د ( ۷۰۰۰) متره مربع په مساحت پلی لاروجوړول دي.

دکرنې سکتورپه برخه کې۸۳لوی او واړه  کانالونه  جوړشوي ، دبزګرانو کوپراتیفونه ایجاد شوي دي ، دسبزیجاتو ( ۱۵۰ )نمایشي قطعات جوړشوی ، دغنمو دویش (۲۲)یوجریبه قطعات جوړشوی دي، دمصنوعي ځنګلونو داحداث درې ( ۳ ) پروژې تطبیق شوی ، دکرنې دپرمخیتا په موخه  له بزګرانو سره  د اصلاح  شویو تخمونو ، کیمیاوي سرو مرسته کيږ ي ، دمالدارۍ دښه کیدو په موخه کلینکونه جوړ او څاروي  واکسین کیږي (۱۰۵۸) پروژی تطبیق  شوی  او ۴۶۱پروژې جریان، لري  په بیړنيو حالاتوکې په اړو کورنیوخوراکي او پوشاکي توکي ویشل کیږي .

دعامې روغتیا په برخه کی د۴۱فعال کلینکونو شتون ، د پنځوس بستریز رغتون شتون، د معتادینو دروغتون جوړښت  ،دامیدوارو میندو لپاره دانتظاخونې جوړښت، صحی خدماتو د ۸۵فیصده خلکو لاس رسی دیادولو وړ دي.

دټولنیزخوندیتوبسکتورهم دیولړپرمختګونوشاهد دی چی دبیلګی په توګه تری په لاندی ډول یادونه کیږي د اسداباد دمرکزي روزنتون لپار د ودانۍ د جوړښت کارپیل شوی  ، دمعلولینو د لاس رسۍ مرکز جوړښت  ، د KCC    مرکز جوړښت .

اوهمدارنګه دخصوصي سکتورپه برخه کی هم ترډیره حده کوښښ شوې چی روښانه نښانی یی په پراخه کچه د ملي تجارانوپانګونې اوداسی نوردیادولو وړدي.

په خورا درنښت

 

انجینرمحمد آصف ” ښیوه وال”