داقتصاد رئیس لنډه پیژندنه

ښاغلی عبدالرشید ساپی دشیراحمد زوئ په ۱۳۶۱ لمریزکال کې دکونړونو ولایت د دره پیچ ولسوالۍ د بارکنډۍ په کلي کې زیږیدلی، خپلې لمړنۍ اوثانوي زده کړې یې دننګرهارپه عالي لیسه او لوړې زده کړې یې دلسانس تردرجې دننګرهار پوهنتون داقتصاد په پوهنځې کې په ۱۳۸۶ لمریزکال کې سرته رسولي، نوموړي په ګڼ شمیردولتي اوغیردولتي اداروکې د بیلابیلوخدمتونو دسرته رسولوترڅنګ له  ۱۳۹۰ لمریزکال راپدې خوا دکونړونو ولایت داقتصاد رئیس په توګه دنده سرته رسوي.