د دفتر رئیس لنډه پیژندنه

ښاغلی فریدالله "حسام" دمحمد غفارزوئ دمحمدایوب خان لمسی په ۱۳۴۸لمریزکال کې دکونړونو ولایت د پیچ درې ولسوالۍ دبارکنډئ په کلي کې زیږیدلی، خپلې لمړنې زده کړې یې په خپل کلي ، ثانوي زده کړې یې ګاونډي هیواد پاکستان ته له مهاجرت وروسته دضلعه دیرپه تیمرګره کې او لوړې زده کړې یې په ۱۳۷۳هجري قمري کال کې د دعوت الجهاد په پوهنتون کې سرته رسولي، نوموړي دخپلوخدمتونوپه لړۍ کې ۱۴کاله د کونړونو ولایت مرکزداسداباد ښارپه عمراخان لیسه کې دښوونکي، ۲ کاله دپژواک له خبري آژانس سره دخبریال، لږترلږه ۳ کاله دکونړونو ولایت دپوهنې ریاست د مالي اواداري معاون په توګه دندې سرته رسولي،  له ۱۳۹۰ لمریزکال راپدې خوا دکونړونو ولایت د دفتر رئیس په توګه دنده سرته رسوي.