دکونړونو ولایت دمرستیال والي پیژندنه

ښاغلی ډاکټر ګل محمد بیدار د محمد زوی چې په ۱۳۵۴ کال کې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ د حسین خیلو په درني  کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګي غړولي ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړي یې په ګاونډي هیواد پاکستان کې د امام ابو  حنیفه په منځني ښونځي کې تر سره کړي ، په ۱۳۶۶ کال کې د سید جمال الدین افغان لیسه کې شامل او په ۱۳۷۲ کال کې فارغ شو چې د ۱۳۷۳ کال د کانکور په ازموینه کې د ننګرهار طب پوهنځي ته بریالی شو ، د طبي زده کړو د سند تر لاسه کیدو سره سم د سروبي ولسوالي د روغتیایي کلینیک د مسول په صفت مقرر او څه کم دري کاله یې یاده دنده تر سره کړه .

ښاغلي بیدار په هندوستان هیواد کې د عامه ادارې او سیمه ييزې حکومتولۍ په برخه کې ماسټري (MPA) سند هم تر لاسه کړې دی ، نوموړي خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په جذبه په ۱۳۷۴ کال کې د ازادو ټاکنو له لاري د کابل ولایتي شورا ته کامیاب شو او څلور کاله د ولس په چوپړ پاتي شو .

وروسته د اومر (OMR)  موسسي د روغتیایي مسوول په توګه له یو کلن خدمت وروسته د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې په پشنهاد او دجمهور رییس په حکم د بدخشان ولایت د مرستیال په توګه وټاکل شو ، بدخشان ولایت کې د معاونیت په بست کې د پنځه کلن خدمت وروسته د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې په پشنهاد او د جمهور رییس محمد اشرف غني په حکم  د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې د کونړ ولایت د مرستیال په توګه تبدیل شو ، یاده دې وي چې نوموړی د پښتو ژبي تر څنګ په دري او انګلیسي ژبو په روانه غږیدلای شي او د کار په دوره کې د مهارتونو د ترلاسه کولو په پار یې فرانسي ، مالیزیا ، چین ، تاجکستان او ګڼو نورو بهرنیو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي .