دوهم رکن: حکومت کول

حکومت داری ، دقانون حاکمیت اودبشر دحقوقو سکتور

Governance , Role of law and Human Rights Sector

 

دافغانستان دملی انکشافی ستراتیژی ( ANDS ) له مخی حکومتداری ، دقانون حاکمیت اودبشر حقوق یو مهم اواړین سکتور بلل کیږی چی ددی سکتور دایجاد موخه په ولایاتو کی دسیمه ایزی حکومتوالی تقویه کیدل دی ترڅودیوی خوا قانون پلی شی اودبلی خوا یوه رڼه اداره رامنځته شی .

دکونړ په ولایت کی دنوروسکتورونو په خوا کی دحکومتوالی ، قانون حاکمیت اودبشر حقوقو دغه مهم اواړین سکتور دولایتی پراختیایی کمیټی ( PDC) په چوکاټ کی نوی پخپل کار پیل کړیدی چی هره میاشت په ټاکلی وخت خپلی کاری غونډی دایروی ترڅوهغوموضوعاتو باندی بحث وکړی اوورته حل لاری پیداکړی چی دښه حکومتوالی په رامنځته کیدوکی اغیزناکه رول لری . دکونړ په ولایت کی دمحترم والی الحاج سید فضل الله ( وحیدی ) دخاصی پاملرنی اوداړونده اداراتو په هلوځلو په لاندی برخو کی دښه حکومتوالی درامنځته کیدو په موخه تردی وخته کړنی ترسره شویدی :

۱ – دولایت دمامورینو دکاری اومسلکی وړتیا دلوړاوی په موخه مختلف پروګرامونه په لاره اچول شویدی ترڅوداداری دکارکوونکو کاری اومسلکی ظرفیتونه لوړشی اوددی جوګه شی چی خلکوته اغیزناکه خدمات عرضه کړی .

۲ – دعامه اداری داصلاح اوسمون په موخه درتوبو اومعاشاتو نوی سیستم پلی شویدی چی دادښه حکومتوالی درامنځته کیدو اودادری فساد دله منځه وړلو په موخه یوښه اونیک اقدام دی .

۳ – دخلکو دحقوقو دمصونیت اواجتماعی عدالت دتامین په موخه دولایت په کچه علنی محاکمی دایری شویدی چی دادقانون دحاکمیت اودښه حکومتوالی درامنځته کیدو لپاره یو نیک اقدام دی .

۴ – د قانون دحاکمیت اودښه حکومتوالی درامنځته کیدو په موخه تردی وخته دنوموړی سکتور ( ۵ ) کاری غونډی داړونده مشکلاتو دحل په موخه دایری شویدی .