لمړی رکن: آمنیت

الف : ۱ – اوسنی امنیتي وضعیت

  • ټولې ولسوالۍ فعال دي ، ملګري  ملتونه ( UN) او نادولتي مرستندویه  موسسات په کار بوخت دي .
  • ټول ښوونځي د زده کوونکوپرمخ خلاص دي مجموعا (۱۴۹۳۰۰ ) تنه ښوونځي ته ځي چې   (45) سلنه يې جونې دي
  • دولسوالیو اومرکز ترمنځ دتګ راتګ  ټولې لارې خوندي دي
  • په مرکز او ولسوالیو کې ټلیفوني شبکې فعال دي
  • دولایتی شورا او ولسي جرګې ټاکنوکې امنیتي وضعه کنترول ده

الف : ۲ دامنیت په برخه کې ترسره شوې  هڅې

  • امنیتي ا رګانو دهمغږۍ مرکز( OCCP  ) جوړشوی چې هره چهارشنبه غونډه کوي
  • دافغان ملي پولیسو، ملی اردو سرحدي پولیسو تخنیکي وړتيا لوړه شوې ده
  • ۷۰ تنه مخالفین له خپلو وسلو سره  له دولت سره يوځای شوي دي
  • سرحدي پولې دسرحدي پولیسو له لوري ساتل کيږي
  • قومي مشران ، علما‌ء او سپین ږيري دسولې اوټیکاو په بهیر کې راګډ کړی شوي ديvدامینت دټینګښت په موخه په اوه ولسواليوکې  ټولنيزې پراختیا شوراګانې جوړې شويvدنشه ايي توکو دکښت اوقاچاق مخ نیوی شوی دی
  • دلرګيو دوهلو او قاچاق  مخه نیول شوی ده
  • د ډایاګ له لیارې ناقانونه وسلې ټولې شوي دي
  • په سرحدي ولسواليوکې  محلي پولیس رامنځته شوي دي
  • د ملي  اردو دوه کنډکونه زیات شوي دي