دولایتي پرمختیایې کمیټی (PDC) غونډی

غونډي ځاي:دکنړ ولايت مقام

نيټه: د قوس ۱۳۹۰/۶    نومبر2011-27            

دغونډي مشردکونړونومحترم والي صاحب

 

  اجنډا:  

  1. د قرا ن کريم  تلاوت         
  2. پرانستونکي وينا  :                                                                                  
  3. دامنيت دکاري ګروپ  توضيحات                                                                  
  4. دحکومت داري دکاري ګروپ توضحات                                                            

5.     دزيربنا او‌‌طبعي منابعو د کاري ګروپ توضيحات:                                               

6.     ښوونه، کلتور ،رسني اوسپورت   کاري گروپ توضيحات                                    

7.     د روغتيا او تغذي کاري گروپ توضيحات                                                         

8.     د زراعت او دکليو پراختياکاري گروپ توضيحات                                                

9.     دټولنيز خوند يتوب کاري گروپ توضيحات                                                        

10.د خصوصي سکتورکاري گروپ توضيحات                                                     

پرانستونکي وينا:

دقران پاک دتلاوت اودتيري غونډي مينوټ ته دکتني څخه وروسته دکونړونوولايت محترم والی   صاحب سيدفضل الله وحيدی دغونډي ګډونوالوته هرکلی ووايه اوهم هغه ګډنوال چی دحج فريضه یی اداکړی وه دحج مبارکی وويله وروسته یی دلوی عنعنوی جرګی په هکله وويل چی دکنړمشرانوپکی ډيرپه مينه اشتراک کړی وواوبياهلته په مختلفوکميټوکی شامل ووولی نظريات دټولوګډنوالويوشانته وواودستراتيژيک تړون په هکله دری مهم بخشونه ښکاره و چی يودهغی څخه سياسی بحث ووچی دهغی ‌ياداوری ته ضرورت نشته دی اوبل هم دامنيت بخش وچی هدف يي داوچی اول افغانستان پرښپوودريږی چی ځنی شرطونه پکی پدی ډول وو  ۱ دشخصی محبسونوتړل کيدل ۲ دکورنودتالاشی نه کول ۳ دبی ځايه ضورونی مخنیوی  ۴ دافغانستان دحکومت سره دموازی حکومت دجوړيدوڅخه خوداری ۵ اوتړون به دلسوکالولپاره وی اوداسی نوروو.....

اوبله برخه يي پرمختګ په هکله وه چی ډيره مهمه برخه وه دافغانستان لپاره .

همدارنګه محترم والی صاحب دکنړدپرمختګ څخه يادونه وکړه اووی ويل چی مونږد PRTاوUSAIDڅخه مننه کوچی کونړکی ډيرمهم کارونه یی سرته رسولی يعنی داچی دکونړلپاره سينديوتحديد ووچی هغه ددوی دکارکردګی له امله ختم شوو اوزيات پولونه په سيندجوړشوی دی اوداولسونه يی سره  يوځای کړل اګرچی پدی پروژوکی به زياته درغلی شوی وی ولی زمونږلپاره مفيد تمام شوی دی اودولت هم داسعداباددپرمختيايي پلان مطابق ډيرکارکړی دی داوبوسيستم يي دښاريانولپاره فعال کړی ،سرکونه يي جوړکړی دی ،اوپه بازارکی مارکيټونه جوړشوی دی .

اوداينده لپاره محترم والی صاحب وړانديزوکړچی نوری بايد زيربناي پروژی تطبيق شی په کونړکی اوله هرڅه لمړی برق ته ضرورت زيات دی ځکه چی ملک صنعتی کيدوته ضرورت لری اوصنعت دجناتورنه بلکی  اساسی اوقوی برق ته اړتيالری اوددی لپاره چاته دسوال ضرورت نشته بايددخپلووزارتونونه يی وغواړ اوپه پرمختيايي پلان کی ځان شريک کړو. له بلی خواڅخه والی صاحب دډونرانووغوښتل چی نورخپل کومکونه ددولت له لاری وکړی پدی چی دولت اوس داضرفيت لری چی پروژی پلی کړی لکه دفوائيدعامی رياست اوس  ۷ پروژی تطبيق وی اوپه قراداديی ورکړی  اوزياته یی کړه چی په همدی ډول دوټه پورپه ولسوالی کی دامرجنسی جواب په ډير اوصولی ډول ترسره کړه اوپه ساعتونوکی یی کمک دولس سره وکړه .

دحکومتداری سکتور توضيحات

 

دامنيت دکاري ګروپ توضيحات:

دامنيه قومندانی نماينده دامنيت په هکه زياته کړه چی اوس وخت دتيرپه نسبت امنيت دکنړپه ولايت کی ښه شوی دی ځکه چی دغازی اباد اواسماردلاری په اوږدوکی  دامنيت لپاره امنيتی پوستی جوړی شوی دی چی ددی لاری امنيتی مشکلات يی حل کړی دی اودډاډ وړدی همدارنګه دشګی په ساحه کی مخکی يواندازه مشکلات موجود ووچی خلک به اختطاف کيدل ولی اوس دلته مهمی نوری دری امنيتی پوستی جوړی شوی چی امنيتی حالت يی ډاډمن کړی دی اوداچه زه ده واقعاتودجمع کولواودهغی په هکله دراپوردبرابرولومسول يم نوويلی شم چی دپخواپه نسبت امنيتی وضع ښه شوی اوبهبودي یی پيداکړی  ده اوبل دپلان مطابق پياده اودموټوروپه ذريعه ګزمی ترسره کيږی .

همدارنګه دپوليسودظرفيت دلوړولوپه موخه مختلف پروګرامونه په پلان کی لرو.

دوالی صاحبتوضيحات                                       

محترم والی صاحب دامنيت دسکتورتوضحات تايد کړل اوزياته یی کړه چی دامنيت دښه کيدويومثال داهم خودلی شوو چی نن په ډيره پيمانه خارجی دوستان کونړته راغلی اودPDCپه غونډه کی یی اشتراک کړی دی اوهمدارنګه يي وويل داچی دغازی ابادپه ولسوالی کی پرمختيايي بهير ډيرکم رنګه وواوس می وړانديز دادی چی پد ی ولسوالی کی دپرمخيايی پروژوتطبيق زيات شی .

دزيربنا او‌‌طبعي منابعو د کاري ګروپ توضيحات:

دچاپيريال ساتنی رياست دعامه پوهاوی په منظور رادويی برنامی خپرول جريان لری او دکرش پلانټونو په قراردادونوکی یی دمعادن او صنايع رياست سره همکاری کړی  او دADTټيم سره دعامه پوهاوی په برخه کی داولسواليو په سطحه امادګی لرو .

دمخابراتو رياست هغه سيم کارتونه چی  راجسترشوی نه دی او جوازهم نه لری دهغوی دکنترول په منظور هئت تعين شوی او په کاريی پيل کړی دی په غازی ابادولسوالی کی دافغان بيسيم ټاورشروع شوی او په څوکی او ديوه ګل کی ۳ټاوره شروع شو یدی .

معدن او صنايع ددفتر لپاره دتعمير کارشروع شويدی او زمونږ دوه ګروپونه دساختمانی موادو څخه د عوایدو په راجمع کولو کی مصروف دی .

انکشاف شهری مونږ دتعميراتو دجوړولو مراقبت په غاړه لرو چی تراوسه مو دافغانستان بانک تعمیر څخه نظارت کړیدی .

برق ریاست مونږ ۲۴ساعته دبرق خدمات وړاندی کوو دښارلپاره اساسی دبرق شبکه به نظر کی ده دمناګی دبندپروژه اعلان ته دوزارت له لاری سپارل شوی او داسعداباددفابريکی دجوړولو وعده USAIDکړی وه خو تراوسه پوری پری کارشروع نه شو .

ترانسپورت امريت په دری بندرونوزيړی بابا،چغان او ناوه پاس کی عوايدراټولوو.

دفوايدعامی رياست لخو ا چی ۱۳پروژی دمحترم والی صاحب دهدايت سره سمی د۱۳۹۰کال لپاره  په نظر کی نيول شوی وی دهغی جملی نه ۷پروژی دسرکونوترميم او دکيبلی پلونوجوړول وو چی افتتاح شوی او کاريی جريان لری .

هغه پلچکونه چی دايمرجنسی خالت يی درلود زمونږ له خوانه پری کارشروع شوی چی ځينی  تکميل شوی او په نوروکارجريان لری .

دښاروالی رياست داسداباد دښارداوبو شبکی کار تکميل  شوی چی په اينده هفته کی به افتتاح شی چی پکی ټول تجهیزات لکه واټر پمپ او پايپونوغزول دښاروالی رياست له لاری تکميل شوی او يواځی يوه ذخيره او يوباب اطاق پکی ICRCجوړکړی دی او د کثافاتو انتقال دپلان مطابق ترسره کيږی .

دRamp upبرنامه دښاروالی رياست سره ګډکارکوی ددوه نوروموسيساتو سره قرادادکړیدی چی RSSAOموسيسی ديوکال لپاره قرارداد کړی چی دښاروالی رياست سره په دغه پروګرامونوکی کارکوی د۱۲پاسانوته به عملی او نظری ذدکړوپروګرامونه برابروی ،هغه کسان چی په کانکورکی پاتی وی اودکاميابی چانس يی نه دی پيداکړی هغوی ته به دذده کړی او هم به دکارزمينه برابروی او په سپورتی پروګرامونوکی به مسابقی جوړوی اونور .

مشکلات

  • هغه څه چی مونږ ورته ضرورت لرو اوهميشه مشکل سره مخامخ يو هغه دوسايطواو وسايلو نشتوالی دی .

دوالی صاحب توضيحات                                                                                                                                                                                                             

محترم والی صاحب دزيربنااوطبعی منابعودسکتورد دتوضيحاتووروسته ددی سکتوردمسول دکارکردګی ستاينه اوتری مننه وکړه اودبرق په هکله يي وويل داواقعيت دی چی برق دوامداره دی ولی ډيرزيات کم دی .

دروغتيا او تغذي دکاري گروپ توضيحات

  • دعامی روغتياوزارت او دکنرولايت اړونده طبی سهوليتونوسره منظم ارتباط درلودل .
  • دهدف موسيسي لخوا په غازی اباداو چپه دری ولسواليوکی ۳۶۰۰۰پشه  خانی توزيع کړی او  دناړی په ولسوالی کی سروی جريان لری .
  • دAMI+MOPH+UNICEFادارولخوا primary eye care کی ترينينګونودايريدل داکتر صاحبانوته په دوه رونډونوکی .
  • د AMIموسيسي لخوا ټولو کلنيکونوته ژمنی  اکمالات  .
  • د AMIموسيسي لخوادCommunity mobilization and prevention of malariaترينينګ دايريدل په کنړکی دجامع رضاکارانولپاره .
  • د AMIموسيسي لخوادميډوايفانوعملی ترينينګ داسعدابادپه روغتون کی .
  • دAMI،MOPHادارودنوی قرادادګټل .
  • دAMIموسيسی او صحت عامی رياست دلچی او قروکلينيکونوارتقادفرعی سويه څخه اساسی صحی مرکزونوته .
  • دعامی روغتيارياست او موسيسات دمرکزی شفاخانی ،کلينيکونو،معتادينو شفاخانی ، ميندو دانتظارګاه خدمات او دATAپه واسطه دنر ی رنځ ضدخدماتو پروګرام په نارمل شکل روان دی .
  • دWFPاو يونيسف ادارو لخوا دتوبرکلوز ناروغانو ،دميندو انتظارګاه او حاد متوسط او شديد سوی تعذيی ناروغانوسره دغذايی موادوکومک .

دوالی صاحب توضيحات                                                   

محترم والی صاحب سيدفضل الله وحيدی دصحت دسکتوردمسول دتوضيحاتوڅخه ورسته دپشه خانوپه توزيع نيوکه وکړه چی په خپل وخت يی توزيع نه ده کړی اوبل هم یی يوځل بياياداوری وکړه چی ولايتی روغتون دولايت په سطه وړوکی دی اوهمدارنګه يی هدايت وکړه چی په اينده کی بايد په روغتونوکی دنوکريوالی سيتم تقويه شی او دشخصی کلينکونو لپاره دی هم دنوکريوالی سستم جوړکړی اوهم دی د تاريخ تيرودرملودبنديدوکوښښ وکړی اوهم دبيزونودخوراکی موادودپلټنی غوښتنه وکړه چی تاريخ تیری موادکوم ځای کی اچوي اوکه په بازارکی خرڅيږی .

همدارنګه محترم والی صاحب  دUNPC  داداری په هغه راپورنيوکه وکړه چی په کنړکی دکوکنارودکښت په هکله یی خپورکړی دی اوویی ويل چی دغه راپوردهراړخ نه  غلط دی ځکه دوی ۳۰۰۰ جريبه ځمکه ښودلی چی په کوکناروکرل شوی ده ولی اول دومره ځمکه په کنړکی ټوله نشته دی اوبل داچی دوی يوجريب هم مونږته نشی په ګوته کولی اوزه بياهم په کلکه دغه راپوررده وم چی غلط دی اوپه واقيعتونواستوارنه دی اوپه کنړکی کوکناردولت لخوانه يواځی بند شوی ندی پلکی دعلماولخوانه بند شوی دی چی اولس دکلکی عقيدی خاونددی .

 ښوونه، کلتور ،رسني اوسپورت   کاري گروپ توضيحات                                    .

تشريح

موضوع

ګڼه

ډونر

جوړونکی شرکت

دپروژی قيمت

دزده

کوونکو

چوکۍ

تشنابونه

(مبرزونه)

صحی اوبه

داداری خونو

تعداد

دتدريسی خونو

تعداد

دزده کوونکو

تعداد

دافتتاح نيټه

ولسوالی

دښوونځي نوم

ايکويپ

سيمزه شورا

امريکايې ډالره40000$

0

5

0

4

8

په دی کې(5)

اطاقونه دولس په همکارۍ جوړشوی دی

594

1390/07/30

چپه دره

دديګل متوسطه ښوونځی

1

PRT

SBA

امريکايې ډالره240000$

150پايه

10

څاه

6

10

439

21/08/1390

سرکاڼو

دبحراباددنجونومتوسطه

2

  • په دی مياشت کې ديوتعدادښوونځيوتعميرونه ګټي اخستنی ته چمتواوافتتاح شوی دی چې په ترتيب سره په پورته  جدول کې ښودل شوی دی:
  •  07/08/1390نيټه دلاس وينځلونړيواله ورځ ديولړمراسموپه ترڅ کي ولمانځل شوه چې دغونډي په پيل کې دقرانکريم مبارک اياتونه ولوستل شو ورپسی دپوهنې محترم رئيس صاحب دپوهنې دجلالتماب وزيرصاحب پيغام ولوسته ورپسی دلاس وينځلوعمليه سرته ورسيده.
  • دمحافظت اومصؤنيت دټيم لخوا داسعدابادپه تجربوی ښوونځي اودکرهالی دنجونوپه ليسه کي اوهمدارنګه دبرنرنګ دنجونوپه ليسه کې دماين اوناچاوده مهماتودخطراتوپه هکله(1630)تنوزده کوونکوته عامه پوهاوی ورکړی دی
  • دمحافظت اومصؤنيت دټيم لخوا داسعداباددماڼودابتدايه ښوونځي ددفاع اوحمايت شورا اودقارغانودنجونودښوونځي ددفاع اوحمايت شوراګانی جوړی شوی دی.
  • 19/08/1390نيټه ديونسيف اداری په مالی همکارۍ دکليوالي ښوونځيودښوونکو،دکلستررسمی ښوونځيوسرښوونکی اودنظارتچيانولپاره دکورت ټريکنګ(ارتقا ظرفيت) په نامه دری ورځنی ورکشاپ دکونړدعالی دارالمعلمين په ودانۍ کې پيل شوپه دی دری ورځنی سمينارکې (160)تنوګدون کړی وو چې ددی دجملی څخه يې(83)تنه دکليوالي ښوونځيوښوونکی.(62)تنه سرښوونکی او(15)تنه دنظارت غړی وو،دوی ته ددووتنوماسټرټرينرانولخوا تدريس صورت نيوو داسمينارچې په 30/08/1390نيټه پای ته ورسيده دسمينارپه پای کې دسمينارګدونوالوته ددوی ددری دری ورځوکرايه اوسفريه چې روزانه ورته(150)افغانۍ دغرمی دډوډۍ،(350) افغانۍ دشپي لپاره اودتللواوراتللوکرايه ورکړل شوه،همدارنګه يې ماسټرټرينرانوته روزانه(250)افغانۍ تدريسی حق الزحمه،(150) افغانۍ دغرمی دډوډۍ لپاره،(350)افغانۍ دشپي لپاره اودتللوراتللوکرايه ورکړل شوی ده چې ټول پيسی يې(362450)افغانۍ کيږی.
  • دسړوسيموکلنۍ ازموينه دعقرب په 21نيټه شروع شوی ده چې دقوس تر15نيټي پوری دوام کوی.
  • دشهيدسليم دهلکانودليسی اودنجونودمنځنی ښوونځي دتعميرونودګټي اخستنی په افتتاح کې ددغوښوونځيودترانوټيمونوته ددی ولايت دمحترم والی صاحب لخواڅخه(20000)افغانۍ بخشش ورکړای شوی چې دنوموړی ليسی مديرته رسما وسپارل شوی دجناب والی صاحب څخه مننه کوو.
  • داسعدابادتجربوی ښوونځي،دشيګل دموڼي اودنرنګ دنجونودښوونځيولپاره پي ارټی په مالی مرسته تعميرونه منظورشوی دی،چې دتهداب دډبر ی ايښودلوروسته به پوره معلوماتونه وړاندی شی.
  • دکانکورازموينی دامادګۍ په خاطر دفاطيمی ليسی اوعمراخان ليسی ددولسموټولګيوفارغانولپاره کورسونه جوړکړی دی چې ښوونکی ته يې(3000)افغانۍ مياشتنی معاش دافغانستان داسلامی جمهوريت دصلاح کاروزيرجلاله خان لخواورکول کيږی.
  • داطلاعات او کلتوررياستدباختراژانس خبرونه روزانه ورکول کيږی، دکونړاخبار(1000) ګڼی چاپ شوی دی چی توزيع شوی دی، دښځينه و لپاره جدا اودنارينه ولپاره جداکتابخانی دلوستونکوپرمخ خلاصی دی. همدارنګه دشخصی ميډياګانو څخه غوښتنه شوی چی ددولت قوانين په نظرکی ونيسی او دولت ته دی ټکس ورکړی کنه دسرغړونی په صورت کی به قانونی کړنه ترسره کيږی.

دټولنيز خوندي توب کاري گروپ توضيحات

·         دکاراموراجتماعی شهداومعلوليونورياست دلوی اختر په دوهمه ورځ داسلام موسيسی لخوا ۱۵۰نفرومعلولينواو پتمانوسره دغوښی کومک وشواوهر کس ته ۳کيلو غوښه توزيع شوه .

·         دروزنتون دودانی کارتکميليدوکی دی شرکت غوښتنه داده چی باقی فيصدی دکارحواله شی .

·         دروزنتون او کودکستان ماشومانو لپاره دسپورت سامان ته ضرورت دی .

·         داډيانيوموسيسه دتيرپشان خپل کارونوته دوام ورکوی .

·         دوړتيااو پرمختګ موسيسی مدنی ټولنی انتحاب کړی دی هغوی ته یی دعامه کتابتون او انترنيت سهوليت برابر کړی دی .

·         دوړتيااو پرمختګ موسيسی لخوا دمصنوعی اعضاوجوړولو لپاره کارکوی تراوسه پوری (۲۱۶)معلولينومراجعه کړی ده چی (۱۰۷)دخپوبرخه کی ،(۶۶)ترميم ،(۴۱)معلولينوته نوی خپی جوړی شویدی او (۳۷)نوروته قالبونه اچول شوی دی او پنځونفروته دقالبونوترميم شوی دی او (۷۲)نفروته فيوزترافی خدمات وړاندی شوی  دی .

·         دسويډن موسيسی لخوا ۱۷نفرومعلولينوته ته قرضه ورکړل شوی ده چی (۳۰۰۰۰)څخه (۳۵۰۰۰)زره افعانی پوری ده او ۲۸نفروسابقه قرضه اداکړی ده .

·         دارياموسيسی لخوا ۱۶۵نفروشاګردانو ته دکنړولايت په دری ولسواليوکی څوکی ،نرنګ او مرکزاسعداباد کی د۷مياشتو لپاره ترينينګ ورکوی چی ټول لګښت يی دری ميليونه او اته لکه افعانی دی چی څوکی کی ۴۰ښځوته دمرغداری پروژه ده او په نرنګ کی ۴۰ښځوته دخياطی پروژه ده او مرکز۲۰نفروځوانانوته دموبايل سازی ا و ۲۰نفروته دجنراتور او ۴۰نفروته دنجاری پروژه ده .

وړانديزونه

·         دسرحدونواو قبايلو رياست يوباب تعمير ته ضرورت لری .

·         دکوچيانوامريت دADTټیم څخه موغوښتنه داده چی دکوچيانومالدارانوته دمالونو دحفاظت  په خاطر ورکشاپونه دايرکړی .

·         دکوچیانوامريت دژمی په خاطر دکوچيانودپاره غذايی موادوکومک غوښتنه کوی .

مشکلات

·         دکوچيانوامريت دمشرانوجرګی او کوچيانوچارورياست په WFPباندی مکتوب ورکړی دی چی دغذايی موادو کومک ورسره وکړی خو تراوسه پوری کومک ونه شو .

د زراعت او دکليو پراختياکاري گروپ توضيحات

·         داديانيو مؤسسي لخوا او دترويج مديرانوپه همکاري ٢٨٣ دهقانانو ته دزراعتي روشونو داصلاح په منظورنرنګ ،خاص کونړ ،څوکي او مره وري ولسواليو تريننګ شوي دي او هم دايانيو لخوا سرکاڼو،خاص کونړ،اسعداباد اووته پور ولسواليو کي ١٧ دسبزيجاتو نيم جريبه قطعي لکه پالک ،ګازري گلپي .ټيپراو دپيازوکرل  شويدي .

·         داديانيو لخوا څوکې په ولسوالۍ کي يو جريبه دجوارو نمايشي قطعه جوړه کړي وه ١،٥ تنه حاصل يي ورکړي دي .

·         داديانيو لخوا اسعداباد ،سرکاڼواو نرنګ په ولسوالۍ دري ګرين هاوسونه جوړکړي دي بادرنګ ،ګلپي ،کرم ،براکولي او نور سبزيجات ي ورپکي کرلي دي او هم دنورګل ولسوالي کي يو ګرين هاوس ته ١٠٠ متره پلاستيک خريداري کړي دي .

·         ٤-داديانيو لخوا دنرنګ  اونورګل په ولسواليو کي د٧ نمايشي يو جريبه او دوه جريبه دغنمو نمايشي قطعات انتخاب شوي دي .

·         دFAOپه مالي همکاري او داريامؤسسي په تخنيکي همکاري ١٣٨٩ کال په مني (٤٠٠٠) سهمه دغنمو اصلاح شوي تخمونه (١٥٠٠) افغانيو په بدل کي توزيع کړي وه چي په همدغه روپو زراعتي ګودامونه په دريوولسواليو کي دکار لاندي چي دنورګل په ولسوالي ګودام کاريي ٤٠% ته رسيدلي دڅوکي په ولسوالۍ کي دګودام کار ٩٠% ته رسيدلي او نرنګ ولسوالۍ په همدي مياشت کي قرارداد لاسليک شو اودنرنګ په ولسوالۍ کي  دFAO  لخوا دتخمونو اتحاديي لپاره زراعتي ګودام جوړيږي چي کاريي ٩٠ % ته رسيدلي دي .

·         دADTپه همکاري نورګل په ولسوالۍ کي ٢٠ تنو مالدارنو ته دحيواناتودتغذيي اوتداوي په هکله دوه ورځي ورکشاث دننګرهار ولايت دکرني دپوهنځي استادانو لخوا ورکړ شواو په پاي کي دمالدارانو اتحاديه جوړه شوي .

·         دADTپه همکاري او دسيدجمالدين پوهنتون دکرني دپوهنځي استادانو لخوا يو څلورورځني ورکشاپ دغنمو،جوارو او اوربشو درفع حاصل ،دکيمياوي سري په ښه ډول استعمال او دکروختونه دزراعت په رياست کي چي دچهارشنبي ورځ پاي ته ورسيږي .

·         ADTپه همکاري دسرکانو په ولسوالي څلور دوجريبه دغنمو نمايشي قطعي انتخاب شويدي.

·         دوټه پور په ولسوالۍ کي دقمچي بيز لخوا د(٥٠٠٠) دالرو په قيمت دشامير کوټ دويالي سربند چي تيره مياشت شروع شوي وه کار يي تقريباً ٨٠% ته رسيدلي دي او په همدي ولسوالي کي دسري مياشتي لخوا دکوزي قمچۍ دويالي دصفاي کار او ٦٠ متره استنادي ديوال چي په تيره مياشت کي شروع شوي وه ٨٥% رسيدلي دي چي دکار په بدل کي مزدورانو ته غنم او لوبيا ورکوي .

·         دڅوکۍ په ولسوالۍ کي دحفاظه نباتاتو په برخه کي دسبزيجاتو ١٠ هکتاره ځمکي لپاره انتراکول او ديپترکس څخه کاراخيستل شوي دي اوهم دمضره مږو او مږکانو دکنترول په خاطر بوردوفيکم توزيع شوي دي .

·         دروټ اف فيس مؤسسي لخوا اسعداباد اوناړۍ ولسواليو کي دمني باغداري تحقيقاتي پروګرام شروع کيږي چي په يوجريب ځمکه مالټه،رزدالو،بادام او انار په مختفلو قيمتونو سره توزيع کيږي او سروي يي روانه ده .

·         دکرني او مالداري وزارت دهدايت په اساس دونفره فني مامورين دتخمونو دتوليد دشرکتونو لپاره مؤظف شوي وه نوموړو دنرنګ ،نورګل او خاص کونړ،ولسواليو عادل کرنيز شرکت او کرنيز شرکت جمله ١٤٨ ټنه مزار٩٩،غوري اوللمي دري تتخمونه پاک کړي او سمپلونه يي ننګرهار ولايت ته دتسټ لپاره لاپراتوار ته ليږل شوي دي .

·         دNEIموسسي لخوا (١٥٠) ټنه دسايبينواصلاح شوي تخم توزيع کړي وه رفع حاصل يي شوي دي نوموړي مؤسسه ددهقانانو څخه دسايبينو حاصل ٦٠% في ټن ٦٤٠ دالرو قيمت راټولوي چي جريان لري

دوالی صاحب توضيحات

محترم والی صاحب دزراعت دسکتور ريس دفعاليتونو دګذارش څخه ورسته  په نمايشی قعطاتودزراعت نيوکه وکړه اوهدايت يی پدی هکله وکړه چی بايد په هره نمايشی قطع باندی ليبل اولوحه نصب شی اوهم يی دزراعت په برخه کی ديخوخونودجوړيدوهدايت وکړه .

د خصوصي سکتورکاري گروپ توضيحات

  • داقتصاد رياست دنظارت او بررسی ټيم دولايتی شورا او مربوطه سکتور دنمايندګانو په شمول په ۱۳۹۰/۷/۲۶نيټه باندی دمعدن اوصنايع امريت دتعمير  دپروژی څخه نظارت ترسره کړی دی چی دپروژی مجموعی قيمت( ۹۱۹۳۰۱۲)افغانی دی چی دمعدن او صنايع وزارت لخوا ورکول کيږی او تطبيق کوونکی لاينډروف ساختمانی شرکت دی چی ددی پروژی کار په ۱۳۹۰/۷/۷تاريخ شروع شوی دی او ختم تاريخ يی ۱۳۹۱/۱/۱۷دی چی دنوموړی پروژی کار ۶٪پرمخ تللی دی .خوپه نوموړی  پروژه کی موجودنواقصات په لاندی ډول سره وه.۱- ژورنال دکارپه ساحه کی نه وو ۲-دشګی کيفيت يی خراب وو مصاله يی په لاس جوړوله ديوالونوته يی اوبه په کافی اندازه نه وی ورکړی چی دشرکت مسئول ته دنواقصاتو  دخل په خاطر هدايت وشو .
  • او همداشان په ۱۳۹۰/۸/۲۳نيټه داقتصادرياست دنظارت او بررسی ټيم دپوهنتون رياست دنماينده په شمول ددوهم ځل لپاره دپوهنتون درياست دتعمير دپروژی څخه نظارت ترسره کړی چی دپروژی کار ۶۰٪پرمختګ کړی دی چی ددی تعمير اول منزل تکميل شوی وه او په دوهم منزل يی کارجريان لر ی چی نوموړی پروژی کارپه درست ډول سره پرمخ روان دی چی دپروژی ټول قیمت لس نیم ميلونه افغانی دی خو نواقص يی دژورنال نه مجوديت وو.
  • همدارانګه داقتصادرياست دنظارت اوبررسی ټيم دولايتی شورااو انکشاف دهات نماينده ګانو په شمول دريليف موسيسی دکارونو څخه ليدنه وکړه چی په لاندی ډول دی .
  • ۱-دڅاګی دکلی دکوڅو دجوړولو دپروژی څخه ليدنه وشوه چی د نوموړی کلی کوڅی ۴۹۰متره دی په اساسی ډول سره کانکريټی کړی دی .
  • ۲- او په همدی کلی کی دريليف موسيسی لخوا ۸کوهيان جوړشوی دی .
  • ۳- همداشان داندرشير په سيمه کی هم دکوهيانو دجوړولو دپروژی څخه ليدنه وشوه چی په ۶کوهيانو نوی کارشروع شوی د ی او ۳کوهيان ترميم شوی دی .
  • دجوازناموامريت پدی مياشت  کی ۲نوی انفرادی جوازونوله درکه ۳۴۰۰افغانی عوايد ددولت حساب ته انتقال کړی دی او يوشرکتی جوازموتمديد کړی چی له دی درکه ۱۶۵۰افغانی ددولت حساب ته انتقال شوی دی .
  • داقتصادرياست دنظارت او بررسی ټيم دنورګل په ولسوالی کی دريليف موسيسی لخوا دشاتوهغه  مچی  چی  دکوزنورګل ،بعل وياله ،توری تيږی ،نيم کلی او دمياقلعه په کليوکی زنانه و ته ورکړی دی نظارت تری وشو چی اوس مهال دغه مچی ۷۰٪له مينځه تللی دی چی علت يی دخلکو دوينا له مخی دخوراکی موادو نه موجوديت دی .