عبدالخالق اخلاص

عبدالخالق اخلاص (۱۲۷۶ ل - وږي، ۱۳۶۶ ل.) د افغانستان د ملي شورا وکيل، يو افغان ليکوال، شاعر او څېړونکي و، هغه د پښتو ټولنې رسمي غړی هم پاتې شوي وو.

عبدالخالق اخلاص د ملا جان آخندزاده زوي په خټه ساپي او د هوز په کلي کې زېږېدلي،پلار يې مخور ديني عالم وو.

زده کړې

د خپل وخت ديني زده کړو تر څنګ يې عربي او فارسي له خپل پلاره لوستي وه. د احاديث او تفاسير زده کړې يې له يو بل ځاي    ترلاسه کړي وې

دندې

لومړنۍ دنده يې په ۱۳۰۳ ل. کې له سرکاري ملازمته پيل کړې چې د نظامي کنډک کاتب او بيا پسې د کنډکمشرۍ رتبې ته ورسېد. په ۱۳۱۰ ل. کال کې د ملي شورا وکيل وټاکل شو. درې کاله په همدې دندې پاتې شو. په ۱۳۱۶ ل. کال کې د پښتو ټولنې رسمي غړي   ې   ی     ۍ شو چې په دې وخت کې يې د مشرقي اتحاد ورځپاڼې مرستيال و. د ورځپاڼې د مرستيالۍ تر دندې وروسته د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې مدير شو.

ليکلي آثار

ګلشن رنګين - د پښتنو پاچايانو لنډ تاريخ چې په لاهور کې چاپ شوي   ې   ی     ۍ.

تصحيح التلاوت في علم القرائت

نهضت پښتو

لوي  خويونه - ناچاپه اثر

د نورستان حالات

نورستان يا جديد الاسلام - د ۱۳۱۸ ل. کال په کالنۍ کې خپور شوي   ې   ی     ۍ.

استقلال د افغانستان منظوم تاريخ - ۱۳۶۵ ل. کال

د استقلال څلورمه جبهه - ۱۳۶۵ ل. کال

سيف الامان - ناچاپه اثر