سيد بهاوالدين مجروح

د افغانستان د نوميالي ليكوال او اديب سيد شمس الدين مجروح زوى په 1306 لمريز كال د كونړ ولايت داسمارو د شينكوړك په كلي كې وزيرېد او خپلې لومړنۍ زده كړې يې د خپل كلي په جومات كې تر سره كړې. له لومړنيو زده كړو وروسته كله چې له خپل پلار سره كابل ته راغى د 13 كلنى په عمريې رسمي زده كړې پيل او د استقلال لېسې په څلورم ټولګي كې په زده كړو بوخت او په 1329 لمريز كې د نوموړې لېسې د ادب او فلسفې له څانګې څخه په لومړۍ درجه فارغ شو. تر فراغت وروسته د خپل لياقت له مخې د دولت له خوا د عالي زده كړو لپاره فرانسې ته وليږل شو.

مجروح په فرانسه كې له 1331 نه تر 1337 پورې د پاريس په سوربن او بيا د مونت پليه په پوهنتونونو كې خپلې لوړې زده كړې د روحياتو او فلسفې په څانګه كې د مافوق ليسانس تر درجې پورې سرته ورسولې او په همدې دوره كې په دې وتوانېد، چې د الماني او انګريزي ژبو ادبيات په المان او انګلستان كې سرته ورسوي.

پوهاند مجروح په 1337 كې هيواد ته راستون شو، چې له راستنېدو سره سم لومړى د كابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد او بيا د نوموړي پوهنځي رييس شو. په 1342لمريز كې د كاپيسا ولايت والي وټاكل شو او يو كال يې دا دنده مخ ته يوړه. په 1337كې په غربي المان كې كلتوري رييس وټاكل شو په 1347كې يو ځل بيا فرانسې ته لاړ او د مونت پليه له پوهتون څخه يې د ادبياتو او فلسفې په برخه كې خپله د كتورا واخيسته.

له 1347نه تر 1351 پورې يې د دوهم ځل لپاره د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې د استادى دنده غوره كړه او په همدې دوره كې د پوهنځي انتخابي رييس شو.

په 1351كې د افغانستان د تاريخ د ټولنې رييس و او په دې ټولنه كې له درې كلن خدمت وروسته تر 1358 پورې د ادبياتو په پوهنځي كې په تدريس بوخت و او د فلسفې ښوونه يې كوله.

ده د ثور له كودتا وروسته په انزوا او ګوښه ګيرى كې شپې ورځې تېرولې او كله چې روسانو د 1358 د جدي په شپږمه نېټه پر افغانستان حمله وكړه، مجروح صاحب پاكستان ته مهاجر شو. هلته يې د افغان اطلاعاتي مركز په نامه يوه فرهنګي اداره پرانستله، دې ادارې د افغانستان له حالاتو د دنيا والو په خبرولو كې ډير مهم نقش ولوباوه.

پوهاند مجروح په پښتو، دري، عربي، انګليسي، فرانسوي او جرمني ژبو پوهيده او په دې ژبو يې ليكنې كولې.

په پاى كې دغه د هيواد لوى او فاضل شخصيت او د روسانو په ضد د فرهنګي مقاومت او مبارزې يو سر لارى او مخكښ په 1366 لمريز كال د سلواغې په مياشت كې د وطنو اسلام او خلكو د دښمنانو له خوا په ناځوانمردانه ډول د جمعې په شپه د خپل دفتر تر مخه په پيښور كې شهيد كړى شو.

پوهاند مجروح د خپل وياړلي ژوند په بهير كې يو لړ علمي، سياسي او ادبي ليكنې كړې دي، د هغه چاپي اثار په لاندې ډول دي:

د دوكتورا تېزس په فرانسوي ژبه

د جبر او اختيار د يالكتيك

اژدهاي خودي 1-2-3-4دفترونه

ځانځاني ښامار

د مور پيغام

دښمن و پېژنئ

نا اشنا سندرې

صوفي او نوې دنيا

او يو شمير نورې خورې ورې ليكنې چې وخت په وخت په مطبوعاتو كې خپرې شوې دي.

اروا دې يې ښاده وي