دهېواد ویاړلی شخصیت علامه سیدجمال الدین افغاني (رح)

دســيـدجـمـال الـديـن افـغـانــي شـخـصـيـت،ژونـداومــړيـنـه

ډاکټراحمدجان احمد

په دې کې هيڅ شک نه شته چې افغان سيدجمال الدين داسلامي اوختيځې نړۍ دلويوخلکواودخپل عصراووخت دنوابغوله ډلې څخه وو.څه چې سيددنوروتيروشويولويانوڅخه بيلوي او ورته امتيازبخښي هغه دادى چې په هغه کې داسې ښه والى اوفضليتونه موجود ووچې په نورونوابغوکې ډېرلږليدل کيږي.سيديومتبحر عالم ووچې شرعي پخواني علوم يې دغربي عصري علوموسره داسې يوځاى کړل او له هغوۍ څخه يې داسې فارمولونه جوړ کړل چې دبشري ټولنې اوبياپه ځانګړې توګه دشرق اوپه تېره بيا داسلامي نړۍ وروسته پاتې ټولنې ته يې درمل په توګه وړاندې کړل....

سيد يوژورانده اوموشګاف فيلسيوف ووچې دخپل الله ورکړې پوهې اوقوي منطق سره يې کولاى شول چې دزمانې دقوي اونامتوفليسيوفانولکه ارنست رينان سره مقابله وکړي اودزمانې ددقيقوفلسفي مسلوله مخې اسلام اومسيحي دينونه سره مقايسه کړي او دنورو علومودمنلوپه هکله مناظرې اومباحثې وکړي ترڅوپه پاى کې يې وکړاى شول چې نوموړي فليسيوف ته چې د١٩ پېړۍ نامتومتفکرووقناعت ورکړي.سيديوداسې برلاسى ليکوال ووچې په هره موضوع کې به چې ننوت نوپه ډېره ښه توګه يې مطلب اداکاوه،سبک يې ډېره ساده ،سليس اوطبعه يې له نيوکې ډکه ،نقادانه اونيش داره وه چې لوستونکى يې هرومرو راجذباوه.نوموړي داستدلال اوجدل له اهله يوه ورځپاڼه ليکونکى ووچې فلسفې اوسياسي مسئلې يې سره داسې يوځاى کولې چې په پايله کې به يې مطالبوپه لوستونکوژوره اغېزه کوله.يوداسې مصلح ووچې څه يې وويل ورباندې ايمان يې درلوداولاس ته يې راوړلولپاره يې ترپايه ټينګ ولاړ وو،همدغه وه چې پرخپلوپېرانويې ژوره اوزوال نه منونکې اغېزه پرېښوده.نوموړى داسې يوپوه،ځېرک اوزرنګ سياست وال ووچې دنړۍ لوى سياست وال يې په خپل قوي منطق اودلهجې په صراحت تر اغېزې لاندې راوستى وو.سيديواورژبى خطيب او وياند ووچې دمجلس ګډون کوونکي يې دوينااوکلام په سحر اودسترګوپه برېښنايې اغېزې لاندې راوستل،له شوره ډک يوداسې انقلابي ووچې مختلفې ټولنې يې په خپل سحر اميزه شخصيت تسخيروي اوهرې خواته يې چې غوښتل په ازادډول اړولې،هغه په تدريجې اصولواوتکامل باندې باور نه درلودبلکې بنسټيز،ټولنيزبدلون يې غوښت يوازې اويوازې ددغې لارې څخه په لنډه موده کې يې دشرقي هېوادودوروسته والى داوږدې او مزمنې ناروغۍ علاج ممکنه ګاڼه....  په لنډ ډول سيدجمال الدين دشرق دازادۍ غوښتونکودډلې مشر،دبيدارۍ منادي،داصلاحاتولارښود،دانقلاب دبېرغ جګوونکى اوعلمبرداراوداسلامې هېوادوديووالي دمفکورې مبتکر ووديومعاصر پروفيسوراداواردبراون په وينادادزمانې عجوبه په حقيقت کې دالله(ج)دبريښناديوې شغلې اوديولوى توپان په توګه په نړۍ راښکاره کړاو تېرشو....!

دسيدزږېدنه:

له نيکمرغه په کونړکې دافغاني پوهانودپلټنوله کبله چې دهغې دورې کونړدسيدانوددفترونوله اسنادودهديرو،کلاګانو،املاکواودکورنۍ دنسبت اوشجره اوهمدغه رازداملاکودثبت له کابونواودهغوۍ دکورنۍ دمشرانوپه نامه دافغاني واکمنوفرمانونواوددولتي ليکونومقايسه اودهمدان دساداتودشجرې،قبرونودلوحودتطبيقولوسره ددغه دووروايتونوديوځاى کېدونقطه ددغه سوال اوپوښتنې دحل کلي ګانې په لاس راکوي اوهغه داچې همدان ته سيدسره دهغه دپلاريوځاى له مهاجرت او دسيددپلار دنوې کورنۍ جوړولواودسيددزده کړې دلړۍ جاري ساتلوڅخه عبارت دي.

دسيدبل قلمي سندچې په عربي ژبه دي اود(الحاوي للمسايل النفائس)په لومړي مخ کې چاپ شوى دى اود(٢٩)ګڼه سندپه نوم نوموړي کتاب کې (٢٠)قيداود٨مې لوحې د٢٣ زانځورلاندې زنګوګراف شوى دى چې دتهران دمجلس په کتابتون کې موجوددى په خپله سيدداسې ليکي:(من سکنۀ کابل من اهالي الافغان السيدجمال الدين من سادات کنر)همدغه رازدالوطن(ترکي)جريده چې په استانه(استانبول)کې خپرېدله په خپله د١٩٢٤م کال په ترکي ژبه کې ليکي:(دنوي افغاني بيدارۍ رهبراودرڼاپه لور دشرقياتوبلونکي اوغوښتونکى هغه شيخ اوپيشواسيدجمال الدين افغاني دى داجرېده وړاندې داسې ليکي:شيخ جمال الدين ١٢٥٤ه ق کال په افغانستان کې زېږېدلى دى اودنسب لړۍ يې دکونړمشهوروساداتوته نسبت کيږي.دسيدزېږېدنې په اړه نورې ډېرې سرچينې نورې هم شته خوموږ يې يو وروستي سندته اشاره کوو:دهمدغسې تاريخ الاستادالامام الشيخ محمدعبده کتاب چې دمحمدرشيدرضاتاليف دى دالامام الشيخ محمدعبده څخه السيدجمال الدين افغاني ترعنوان لاندې داسې روايت نقل شوى دى:((سيدجمال الدين دسيدصفدرزوى دى د افغانستان ديوې لويي کورنۍ څخه دى اودنسب سلسله يې سيدعلي ترميذي ته رسيږي چې انتهايي(پاى)سيدناالحسن بن علي بن ابي طالب کرم الله وجهه باندې راځي،دى په يوه لويه کورنۍ کې چې دافغانستان په ختيځ کې دکونړسيمه کې ميشته وه زيږيدلى دى اوداميردوست محمدخان دپاچاهۍ په وخت کې دده پلاراوکورنۍکابل ته راوستل شول،سيدجمال الدين په ١٢٥٤ه ق کال چې د١٨٣١ زکال سره سمون لري دکونړپه اسعدابادکې زېږېدلى دى.سيدپه هېوادکې په فرهنګي اودنوروچاروبوخت ووخودوخت خرابوحالاتواوددربارناسم پوهاوي له امله له هېواده ووت خوسيدغلى ناست پاتې نه شواوپه بهرنۍ نړۍ کې يې هم داسلامي نړۍ ديووالي لپاره مبارزه وکړه اوپه همدغه حالت په پاى کې له دې تل پاتې نړۍ څخه لاړ.

دسيدمړينه:

سيددژوندپه وروستيو ورځوکې دسلطان عبدالحميدله خوابندي شوچې دمړينې نه څوورځې وړاندې دهغه حالات څه بل ډول شواودناروغۍپه بستر پرېوت سلطان دخپل ځانګړي ډاکټر جميل شاه دهغه دمعاينې اودرملنې لپاره واستاوه له دقيقومعاينوڅخه وروسته يې په تشخيص کې څرګنده شوه چې دسرطان په ناروغۍ اخته دى.سيدددغه دروندخبر څنګه ورنه طمع کېده په ورين تندي ،سړه سينه اوپوره استقامت سره واورېداودزړه له کومې يې ديوه پوره او متين مسلمان په توګه دخپل خالق امرته يې چې پوه ودمرګ نيټه يې نېږدې ده اوډېر ژربه داجل داعي ته لبيک وايي،بياهم دخپلوملګروپه ډېر ټينګار عزم يې وکړچې درملنې لپاره وين ته لاړشي داخبره يې دسلطان غوږوته ورسوله خوځواب يې ترلاسه نه کړ.معالجوډاکټرانويې دجراحۍ عملياتوتصميم ونيوهمدغه ووچې درې ځلې يې دجراحۍ عمليات وشول چې بيادجراحۍ عمل نه وروسته  په کوم حالت کې پورت وو،ويل کيږي چې سيدلاندينې ژامه دجراحۍ عملياتوپه واسطه لېرې شوې وه نوسيد نه خوراک او نه يې څښاک کولاى شواونه يې دخبروتوان درلودپه داسې حال کې مرګ يې خپل يواځنى علاج ګاڼه،داسې هم ويل کيږي چې سيدپه قصدي ډول بې حاله شواواستانه استانبول کې د١٣١٤ه ق شوال دمياشتې په پنځمه چې د١٢٢٧ه ل کال دکب مياشتې ١٨چې د١٨٩٧م کال دمارچ دمياشتې نهمې نېټې سره سمون لري قصداَ بې هوښۍ په حالت کې شهيدکړاى شو.(انالله وانااليه راجعون)مړى يې دهغه ځاى دقرافه شيخ للرمزارلقي دمشايخوپه هديره کې دخپلو افغاني اوترکي دوستانوپه احترام او تشريفاتوکې ښخ کړى شو.څوکاله وروسته دچارلس ګرين په نامه يوخير انديشه سړى چې دسيددکاروپه هکله يې معلومات لاس ته راوړى وو،دبرهان الدين بلخي په لارښوونه دسيدقبرراپيدااويوه بنايې ورباندې جوړه کړه چې دخاص اوعاموزيارت ګاه شوه په ځانګړي ډول په ترکيه کې افغاني محصلينوهرکال دسيدديادونې مراسم اجراکول.دسيدتابوت له څه مودې وروسته په ١٣٢٣ه ل چې د١٩٤٤ زکال سره سمون لري افغانستان ته راوړل شواودعلي ابادپه سيمه کې دکابل پوهنتون په انګړکې په خاص درناوي خاوروته وسپارل شو.ديادونې وړده چې سيدپنځه کال دسلطان خواکې په پوره نعمت کې ژوندتېرکړخوله دې سره يې ديوڅوجوړوجامونه پرته ورنه هيڅ هم پاتې نه شول چې هغه هم يووفادارملازم ته يې چې يوعيسوي ووخوسيدته يې ډېر عقيدت درلودورکړې،کتابونه اوکاغذونه يې افغان اوترکي دوستانويې په خپلومنځوکې ديادګار اوتبرک لپاره وويشل هغه څه چې له سيدنه پاتې دي هغه تلپاتې اونه پناه کېدونکي دي،دهغه لوړ افکار اوتخيل دهغه باارزښته اثاردي چې ټولو انسانانواوپه ځانګړي ډول ختيځوهېوادونواواسلامي ملت ته دسيدله خوانه دبري اوسرلوړي تلپاتې پيغام دى.که دسيددژوندانه لوړواوژوروته يوځلنده نظروکړونودابه په ډاګه شي چې دهغه په تمامه معنى يودرويش غريب اوفقيرمشربه سړى وو،که څه هم په ښکاره دپاچاهانوسره يې ناسته او ولاړه وه خوپه زړه کې تل دغريبانواوفقيرانوسره وو.هغه دانسانانوپه برابرۍ او ورورولۍ پوره ايمان درلودڅنګه چې يې ادعاکوله دځان لپاره يې نه غواړي ديوفقيرپه څېر ژونديې وکړاودفقيرپه څېر وفات شولکه څنګه چې ځان ته (غريب الاوطان)وايه دغربت اودهيواداوخپلوخپلوانونه لرې دبې کسۍ اوبې وسۍ په حال له ارمان نه ډک زړه په داسې ارمان چې دټولوانسانانودشرقي ولسونويووالى اوخصوصاَدحضرت محمد(ص)دامت ديووالي لپاره هانداوهيلې يې ناهيلې نيمګړى پاتې شوله فاني نړۍ نه يې سترګې پټې کړې.                                           روح يې ښاداوپه افغانستان کې دورته هستيودپيداکېدوپه هيله