د کونړ او ننګرهار والیانو د اړیکو او همکاریو د یو نوي باب په پرانیستو هوکړه وکړه.

 

د ننګرهار ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند، د یاد ولایت د امنیت امر، بشري سرچینو رئیس، ویاند او یو شمېر نورو مسوولینو په ملتیا نن جمعه کونړ ته سفر وکړ او د دې ولایت له والي او فرهنکیانو سره د ناستې په مهال یې د دواړو ولایتونو د ادارو او ولسونو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او همکارۍ په پراختیا خبرې وکړې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د دواړو ولایتونو، د ادارو او ولسونو ترمنځ ښې اړیکې په ختیځه سیمه کې د امن، سولې او پرمختګ لپاره مهمې یادې کړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د حسنه روابطو او همغږۍ پرمټ به د دواړو ولایتونو ملکي او امنیتي مسوولین د ولسونو هوساینې او سوکالۍ لپاره ګډې هڅې جاري وساتي.