کونړ والي د وضعیت ارزونې په موخه فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو ته سفرونه پیل کړل.

 

۱۲ زمری، ۱۳۹۹ کونړ اسعد اباد

د کونړ والي محمد اقبال سعید نن د اختر په دریمه د نظامي شورا رهبري پلاوي په ملتیا د وضعیت ارزونې او قوتونو تعبیې په موخه سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو ته سفر وکړ.

کونړ والي وایي د هېواد خاوره ملي ناموس دی او دفاع ترې د هر افغان ملي او اسلامي وجیبه ده.

نوموړي وویل دا خاوره په قربانیو ساتل شوې او ترڅو چې د ځمکې په کره کې یو افغان هم وي په میړانه به ترې ساتنه کوي.

نوموړي ډاډمن امنیت د پرمختګونو بنسټ وباله او له ولسونو یې وغوښتل چې د هېواد د ابادۍ او راتلونکو نسلونو هوساینې لپاره د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي، تر څو امنیت خوندي او خلک د ارامۍ سا واخلي.

همدا راز د کونړ والي د سفر په ترڅ کې د امنیتي پوستو او قطعاتو څخه د لیدنې ترڅنګ د هڅونې په موخه یو شمېر افسران او سربازان په نقدي مکافاتو هم وویاړل .