کونړ والي لومړنی پیل له ورزشي لوبغالي وکړ

 

۳ زمری- اسد ۱۳۹۹ کونړ اسعد اباد

د کونړ والي ښاعلی محمد اقبال سعید چې تیره ورځ یې رسماً دنده پیل کړه، د سعد اباد سپورتي لوبغالي څخه د خپلې لومړۍ لیدنې په مهال یې د ورزشکارانو غو ښتنو اورېدو ترڅنګ دوی ته د همکاریو ډاډ ورکړ.

د مرکز اسعد اباد یواځینی ورزشي لوبغالی چې کلونه وړاندې د افغانستان کریکټ بورډ ادارې له خوا جوړشوی او معیاري کېدل یې د لوبغالو او ادارې اساسي غوښتنه ده، د لیدنې په مهال ورزش کارانو د کونړ له والي وغوښتل چې د میدان پراخوالي او معیاري کیدو کې د کریکټ بورډ ادارې او ورزشکارانو سره مرسته وکړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د ورزشکارانو د غوښتنو اوریدو ترڅنګ ورزش د سالمې روغتیا او د ټولنې وګړو ترمنځ د اړیکو پیاړوتیا لپاره خورا مهم وباله او ورزشکارانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ستونزو اوارۍ او ورزشي لوبغالي معیاري کېدو په برخه کې به له درېغ ونه کړي.

نوموړي ځوانان د هېوادونو او ټولنو ابادوونکی قشر یاد کړ او ترې ویې غوښتل چې د امنیت ټینګښت او سیمه ییزې حکومتولۍ پراختیا په برخو کې د ادارو سره د همکاریو ترڅنګ د نشه یې توکو د کرکیلي، استعمال، پیر او پلور په مخنیوي کې رغنده رول ادا کړي.