د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مسوولینو سره د کونړ ښځینو ستونزې وړاندیزونه شریک شول.

 

د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي مخنیوي او په دولتي ادارو کې د ښځینو حضور او ستونزو ارزونې په پار ويډیو کنفرانس ترسره شو، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین ښاغلي محمد سرور جوادي، د یادې ادارې د جنډر رئیسې صغری عطایي له لوري د ښځینو تقویي او ستونزو اوارۍ په اړه د کونړ ولایت مرستیال والي، ولایتي شورا رئیس، ښځوچارو رئیسې او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو غوښتنې او وړاندیزونه و اورېدل.

د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار د خپلو څرګندونو په ترڅ کې په ادارو کې د ښځینو حضور، په مرکزي او کلیوالي سیمو کې د میرمنو په ستونزو او همدا راز د وضعیت ښه والي په برخه کې د ولایت مقام او همکارو موسسو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین محمد سرور جوادي وویل د هېواد په نافذه قوانینو، پالیسو او نړیوالو میثاقونو کې د میرمنو سره صریحې ژمنې شوي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به په محلي کچه د ښځینو پیاوړتیا لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.