کونړ والي د هېواد ملي امنیت سلاکار ښاغلي دوکتور حمدالله محب سره د دې ولایت په عمومي وضعیت خبرې وکړې.

د کونړ والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال د روان کاري سفر په لړ کې تیره ورځ د هېواد ملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله محب سره د ځانګړې ناستې په ترڅ کې د امنیتي، په سیمه‌ېیزه کچه د سولې د تأمین او پرمختیایي وضعیت په تړاو د خبرو ترڅنګ د سیمه ییزې ادارې په لاسته راوړنو او طرحو خبرې وکړې.

همداراز په ناسته کې د کونړ والي د بنسټیزو پروژو پلي کېدو په برخه کې د ادارې او ولس غوښتنې د ملي امنیت سلاکار مخې ته کړې او په یاده برخه کې یې د حکومت مشرانو د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

کونړ والي وایي چې د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړی چې په امنیتي، ټولنیزو او پرمختیایي برخو کې به د کونړ ولسونو او ولایتي ادارې غوښتنې د عملي کیدو په پار له سکتوري وزارتونو سره شریکې کړي.