کونړ والي د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس شمیم خان کټوازي سره د کتنې په ترڅ کې نوموړي ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د سیمه حکومتولۍ په پیاوړتیا خبرې وکړې.

 

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د خپل کاري سفر په ترڅ کې نن یک شنبه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس ښاغلي شمیم خان کټوازي سره ناسته وکړه او په ولایتي کچه یې د وروستیو رامنځته شویو پرمختګونو په تړاو د مالوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د محلي حکومتولۍ پیاوړتیا په برخه کې د همکاریو پراختیا غوښتنه وکړه.

همدا راز د کونړ والي د اسعد اباد ښاروالۍ ترڅنګ د کونړ په نورو اوو ولسوالیو کې د ښاروالیو ایجاد د ولس او ادارې مهم لوړیتوب وباله او د یادو ښاروالیو د بعدي اجراتو بشپړولو په برخه کې یې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د محترم رئیس د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي میرزکوال د ناستې په مهال د سیمه ییزو ارګانونو د پخواني رئیس ښاغلي عبدالمتین بیک د هڅو او همکاریو ستاینو ترڅنګ نوي رئیس ته د دغې دروند مسوولیت مبارکي وړاندې کړه او له خپل اړخه یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې د اسعد اباد ښاروال انجنیر عبید الله ساپي هم ګډون کړی و.