کونړ والي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي محمود کرزي سره وکتل.

 

په دغه ناسته کې چې د یاد وزارت د ښاري چارو معین روښان ولسمل، مالي او اداري مرستیالې اغلې خاطرې سادات، د کونړ د ښارجوړولو او ځمکو چارو رئیس عبدالعزیز مومند، کونړ ښاروال عبیدالله ساپي او یو شمېر نورو مسوولینو هم برخه لرله، د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د خاص کونړ ښار ګوټي جوړېدو ترڅنګ، د ولایتي اداري کمپلکس، قېمتي ډبرو د سوداګریز مرکز، ولایت مقام مېلمستون ، ولسوالیو پرمختیایي پلانونو، کونړ سیمه ییز پلان او همدا راز د کونړ په اوو ولسوالیو کې د ښاروالیو ایجاد او د اسعد اباد ښار پرمختیایي پلان تطبیق په برخه کې د وزارت د بېړنیو اقداماتو او همکاریو غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي محمود کرزي د څرګندونو په مهال ډاډ څرګند کړ چې د ولایت مقام د میلمستون د پروژې د ډیزاین پاتې چارې به ژر نهایي او تدارکاتو ته به واستول شي او تر څنګ به یې د اسعد آباد ښار د نوي ماسټر پلان د جوړیدو لپاره تخنیکي پلاوی کونړ ته ولیږي.

همدا راز د ښارجوړولو وزیر ژمنه وکړه، چې د خاص کونړ ولسوالۍ د نوي ښار د تخنیکي سروې او ځمکو تصفیې لپاره به پلاوی وګماري.

د ناستې په ترڅ کې د ځمکو تصفیې په اړه د بحث ترڅنګ د نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو د ښاري پلانونو نهایي کیدو او نورو مهمو پروژو د تطبیق په اړه د ښار جوړونې وزیر له لوري مسوولو ادارو ته لارښوونې وشوې.

د کونړ ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست رئیس بیا د خاص کونړ نوی ښار ګوټی د دې ولایت د پرمختګ لپاره چې د الوتکو هوایي میدان، د سید جمال الدین افغان پوهنتون اداري کمپلکس، صنعتي پارک، د اوسیدو او تجارتي ساحو ترڅنګ به پکې د لوبو او تفریح مرکزونه، سړکونه او نور عصري تاسیسات شامل وي خورا مهم یاد کړ او د جوړیدو په برخه کې یې په د ګډو همکاریو ټینګار وکړ.