د کرونا وایروس پر وړاندې د تدابیرو پیاوړتیا بیړنۍ غونډه وشوه

 

د کونړ والي په مشرۍ دغه جوړه شوې ناسته کې چې د روغتیاپالانو سربېره، دیني علماوو، او ادارو مسوولینو هم برخه اخیستې وه، چې د خطراتو پر وړاندې د ټولنې د عامه پوهاوي کچې لوړاوي په پار پکې په ګټورو نظریات وړاندې شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال روغتیایي مسوولینو ته لارښوونې وکړې چې د کرونا وایروس مخنیوي په موخه په مرکز او ولسوالیو کې د اړتيا وړ وسایل لکه طبي تجهیزات، محافظتي کيټونه او ماسکونه اماده او روغتیايي مراکزو ته ولېږدوي، ترڅو د اړتيا پر مهال ترې ګټه پورته شي.

نوموړي د دیني علماوو، ادارو مسوولینو، ځوانانو او کورنیو وغوښتل چې د کرونا وایرس د خپریدو پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي او خلک لومړنیو وقایوي تدابیرو نیولو ته وهڅوي.