د اسعد اباد او ایبک ښاروالیو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.


د سمنګان ولایت د ولایتي شورا رئیس په مشرۍ د دولتي ادارو او ځوانانو راغلي پلاوي د خپل درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د اسعد اباد او ایبک ښاروالیو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیکولو په پار جوړه شوې وه، په دغه مراسیمو کې چې د کونړ والي سر بېره د ولسي جرګې غړو، ولایتي شورا استازو او قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه، د غسې برنامې د ولسونو د اړیکو پیاوړتیا او تجاربو انتقال په برخه کې ګټورې یادې کړې او د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشرتابه پلاوي یې مننه وکړه، چې د ولسونو او ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په پار یې یاد پروګرام پیل کړی.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي خوښ دی چې دا ځل د هېواد له شمال څخه چارواکي، ځوانان او ولسي مشران د اړیکو د نږدې کیدو په موخه کونړ ته سفر کوي.
نوموړي دغسې سفرونه د ولایتونو ترمنځ د اړیکو د نږدې والي نوی باب یاد کړ چې په ترڅ کې به یې ولس او مسوولین په حکومتولۍ، ټولنیزو، فرهنګي، سوداګریزو او نورو برخو کې تجارب شریک او د یو بل له نوښتونو به استفاده وشي.
ناستې ته د کونړ د ولایتي شورا غړي ملک شیرزمین، د ولسې جرګې غړې وږمې ساپۍ د سمنګان ولایت د ولایتي شورا رئیس رازمحمد موحیدي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاري حکومتولۍ رئیس محمد نصیر حمیدي او څو تنو نورو مشرانو ویناوې وکړې
د سمنګان ولایت د ولایتي شورا رئیس د کونړ ولایتي ادارې او ولسونو د تود هرکلي او میلمه پالنې له امله د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د دې ولایت د ادارې او ولسونو سره به په هره برخه کې د همکارۍ په روحیې ګډ کار ته دوام ورکوي.