د اسعد اباد او ایبک ښاروالیو ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک کیږي.

 

د ولسونو او ادارو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پراختیا، تجاربو انتقال او ښې حکومتولۍ دودولو په موخه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د روانو هڅو په لړ کې نن یک شنبه د سمنګان ولایت د دولتي ادارو، ولایتي شوار، ځوانانو او مدني ټولنو ګډ پلاوی په درې ورځني سفر کونړ ته راغی، چې د کونړ والي، ولایتي شورا استازو، ښاروالۍ مسوولینو، ادارو رئیسانو او ولسي مشرانو له لوري ورته تود هرکلی وویل شو.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي خوښ دی چې دا ځل د هېواد له شمال څخه چارواکي، ځوانان او ولسي مشران د اړیکو د نږدې کیدو په موخه کونړ سفر کوي.

کونړ والي دغسې سفرونه د ولایتونو ترمنځ د اړیکو د نږدې والي نوی باب یاد کړ چې په ترڅ کې به یې ولس او مسوولین په حکومتولۍ، ټولنیزو، فرهنګي، سوداګریزو او نورو برخو کې تجارب شریک او د یو بل له نوښتونو به استفاده وشي.

کونړ والي د اسعد اباد ښار ښاري پراختیا، نویو ښاروالیو ایجاد، امنیتي ساحو پراختیا، سیمه ییزې سولې ټینګښت، حکومتولۍ او اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدو په برخه کې د ولایتي ادارې پلانونو او لاسته راوړنو په اړه دمالوماتو شریکولو ترڅنګ په کونړ کې د شته اقتصادي فرصتونو په تړاو هم مالومات وړاندې کړل

د کونړ ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي او اسعد اباد ښاروال عبید الله ساپي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د کونړ ولسونو قومي تړونونو، وطنپالنې او مبارزو په تړاو د څرګندونو سربېره ا سعد اباد ښاروالي په تاریخچې رڼا واچوله.

د راغلي پلاوي په استازیتوب د سمنګان ولایتي شورا استازي د ادارې او ولسونو د تود هرکلي او میلمه پالنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په هره برخه کې به د همکارۍ په روحیې ګډ کار ته دوام ورکوي.