کونړوالي: که له دې وروسته هټۍ وال کلدارې وکاروي هټۍ به یې وتړل شي!

 

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال نن سې شنبه د ولایتي شورا استازو او ادارو مسوولینو په ملیتا د افغانیو ترویج په پار د اسعد اباد ښاریانو او هټۍ والو سره وکتل

کونړ والي وویل د اسعد اباد ښاروالۍ او افغانستان بانک مسوولینوته یې دنده سپارلې چې هټۍ والو ته نرخنامې او وړې پېسې ورکړي،څو دپیر پلور په مهال د ښاریانو ستونزو لاس نیوی وشي.

همدا راز د کونړ والي وایي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې په لویو لارو او بندرونو کې د صرافۍ عرفې جوړې او دې ولایت ته راتلونکو ټولو خلکوته بهرني اسعار په افغانیو تبادله کړي.

ښاغلي میرزکوال وویل چې د دولتي کارکوونکو وروسته یې په ښار،لویولارو او بندرونو کې د کلدارو مخنیوي او افغانیو دود عملي چارې پیل کړي دي.

نوموړي په یاده برخه کې د علماوو،مدني ټولنو او ځوانانو ونډه خوار مهمه یاده کړه او ترې ویې غوښتل چې د پیر او پلور په چارو کې افغانۍ وکاروي .