د کونړ ولایت مرستیال والي د چارو ارزونې په پار د شیګل او شلتن ولسوالیو لیدنه وکړه

د کونړ ولایت مرستیال والي د چارو ارزونې په پار د شیګل او شلتن ولسوالیو لیدنه وکړه

د ولسوالانو او دریمي اداري واحدونو دچارو ارزونې په پار نن دوشنبه مرستیال والي ګل محمد بیدار د یوشمېر سکتوري رئیسانو په ملتیا شیګل او شلتن ولسوالیو ته سفر وکړ
مرستیال والي ګل محمد بیدار وایي د حکومتولۍ چارو بهبود ،ادارو او ولسونو ستونزو اوارۍ په پار یې ولسوالیوته سفرونه پیل کړي او له ارزونې وروسته به په اړوند برخو کې کوټلي اجرات ترسره کړي.

نوموړي د دولتي کارکوونکو وړتیاوو لوړول او ورته دکارکولو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول د ولایت مقام له مهمو لومړیتوبونو وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې شته ستونزو ته به لاس رسی وکړي.