د کورنیو چارو وزیر کونړته راغی

 

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود انداربي نن یک شنبه کونړ ته دسفر په ترڅ کې د کونړ له والي،ولایتي شورا استازو اوامنیتي مسوولینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي دښې رهبرۍ،امنیتي ځواکونو او ولسونو دګډو هڅو او همکاریو په پایله کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او هر ډول پرمختګ ته لار اواره شوې

نوموړي د قانون تطبیق،عامه نظم خوندیتوب،جرایمو مخنیوي او امنیت ټینګښت په برخه کې د پولیسو خدمتونه دستاینې وړ وبلل او په دې ولایت کې یې د پولیسو د تجهیز او اکمال ترڅنګ دسیمه ییزو پولیسو د تشکیلاتو لوړېدو غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي وویل دکونړ ولسونه د نظام پلویان دي او د ادارې او ولسونو په ګډو هڅو موجوده وضعیت ساتل شوی

نوموړي د کورنیو چارو وزیر او پلاوي وغوښتل چې د ولس او ادارې غوښتنو ته لاس رسی وکړي

د کونړ امنیه قومندان د کونړ امنیتي او اپراتیفي وضعیت په تړاو د مالوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د هرډول ستونز او ننګونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی وښود

د کورنیو چارو وزیر په امنیتي برخه کې د ولایتي ادارې او امنیتي ځواکونو سرښندنې د قدر وړبللې او دلابهبود په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.

نوموړي وویل دسفر موخه یې د ولایت مقام،ولایتي شورا،ولس او امنیتي مسوولینو غوښتنې اوریدل چې د وضعیت ارزونې وروسته به په اړونده برخو کې لازم اجرات ترسره شي.