د کونړ او نورستان ماسټر پلان او ښاري پراختیا په اړه په پلازمېنه کابل کې ناسته ترسره شوه

 

د ولسمشر حکم په اساس د افغانستان دمالي وزیر محمد همایون قیومي په مشرۍ د کونړ او نورستان ښاري پراختیا او ماسټر پلان په اړه نن دوشنبه په پلازمېنه کابل کې ناسته ترسره شوه چې د یادو ولایتونو درنو والیانوسربېره پکې د ولسمشر ستر سلاکار پروفېسور شاد محمد څرګند،د دواړو ولایتونو ښاروالانو،ښارجوړونې رئیسانو او یوشمېر نورو ادارو استازو برخه اخیستې وه.

د ناستې په ترڅ کې د دواړو ولایتونو والیانو له لوري د نوي ماسټر پلان په اړه چې له مخې به یې په نوې بڼه او نړیوال معیار ټولګټي تاسیسات ښارونه،سړکونو،پوهنتونونه،پلونه او پلچکونه جوړشي نظریات وړاندې شول.

د مالیې وزیر وایي د ماسټر پلان او ښاري پرمختګ په برخه کې به د اړونده ولایتونو له ولسونو سره هم ناستې ترسره شي او لومړیتوبونو ته به یې په پلان کې ځای ورکړل شي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا د ښاري او پر مختګ لپاره د ماسټر پلان جوړېدل خورا مهم او ګټور بولي او په یاده برخه کې د ولسمشر د ستر سلاکار پروفېسور څرګند او د مالیې وزیر د مخلصانه هڅو مننه کوي.

د کونړ والي د همدغه ناستې په څنډه کې د دوه معتبرو نړیوالو شرکتونه له استازو سره هم لیدنې کتنې کړي او پانګې اچونې په برخه کې قوي ژمنې ترلاسه کړي.