کونړ والي د پوهنې وزارت له پلاوي دحرفوي زده کړو،لیک او لوست برنامو د پراختیا غوښتنه وکړه

 

د پوهنې وزارت دبرنامو رئیس چې تیره ورځ یې دیوپلاوي په ملتیا کونړ ته سفر کړی و د کونړ له والي عبدالستار میرزکوال سره یې د ناستې په ترڅ کې د سواد زدکړو پروګرامونو په اغېزمنتوب او پراختیا خبرې وکړې .

د کونړ والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال د لیک لوست برنامې د نالوستو لویانو لپاره ګټورې وبللې او د پوهنې وزارت له پلاوي یې وغوښتل چې دخلکو لیواتیا ته په کتلو ددې ولایت لیرې پرتوسیمو د حرفوي زده کړو،لیک او لوست برنامې وغځوي.

د پوهنې وزارت د برنامو رئیس ښاغلي الله باز جم وویل چې دسواد زده کړې پروګرام چوکاټ کې د نارینه او ښځینو د اقتصادي ودې لپاره د حرفوي زده کړو برنامې هم لري چې د ولایت مقام سره په همغږۍ به دې ولایت کې ورته پراختیا ورکړي.

د پوهنې ریاست مسوولین وایي دامهال د لیک لوست برنامې په چوکاټ د (۱۸۰۹) میرمنو په ګډون (۵۰۰۱)تنه لویان په زده کړو بوخت دي چې د تیرو ټولګیو لسګونو زده کوونکو اوس ښوونځیو ته مخه کړې ده.