محمد نصیر ابراهیم خېل د کونړ ولایت مقام د مالي او اداري چارو رئیس وټاکل شو

 

ښاغلی ابراهیم خېل چې د ازادې سیالۍ له لارې یاد ریاست ته بریالی شوی،نن یک شنبه د کونړ والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال له لوري د ادارو رئیسانو او ولایت مقام کارکوونکوته وروپېژندل شو

کونړ والي په ادارو بدلون یو اصل یاد کړ او هیله مندي وښوده چې د ځوان رئیس په ټاکلو سره به په مالي او اداري چارو کې لاښه والی او روڼتیا رامنځته شي

ښاغلي میرزکوال نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلوترڅنګ د پخواني رئیس محمد شیرین نصرت هڅې د قدر وړ وبللې او دښو خدمتونو په ایوارډ یې وویاړه

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي په ادارو کې د ځوانو کادرونو ګمارنه پرځای ګام یاد کړ او له نوي رئیس یې په چارو کې د نوښت غوښتنه وکړه