د ازادۍ سلمې کلیزې جشن په مراسیمو کې د خلکو پراخه ګډون په پار ولسوالیوته سفرونه پیل شول

 

د استقلال سلمې کلیزې جشن ته داماده ګیو په لړ کې نن چهارشنبه د ولایت مقام د دفتر رئیس محیب الله کمین په مشرۍ پلاوي شیګل او مرورې ولسوالیو ته سفر وکړ او له ولسوالانو،ځوانانو،مدني ټولنو استازو او قومي مخورو سره یې د لیدنو کتنو په ترڅ کې له هغوی وغوښتل چې جشن لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي او په لمانځنه او خوښیو کې یې پوره پوره ونډه واخلي.

د دفتر رئیس ښاغلی کمین وایي د استقلال سلمه کلیزه د هر افغان لپاره له ویاړه ډکه ورځ ده او په شاندارو مراسیمو سره به دغه تاریخي،ویاړلې او با ارزښته ورځ ولمانځي.

نوموړي وویل موظف پلاوی به د با احساسه ځوانانو په ملتیا ټولو ولسوالیوته سفرونه وکړي او د ټولنې وګړي به پراخه ګډون ته وهڅوي.