کونړ والي د ختیځو ولایتونو او بهر مېشتو کونړیانو سودا ګرو سره د مشورې او همغږۍ ناسته وکړه

 

کونړ کې د قېمتي او نیمه قمېتي ډبرو د پروس فابریکې،نندارتون او انسټیټیوټ جوړېدو د طرحې عملي کېدو او په یاده برخه کې پانګوالو ته دقانوني اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د ولایت مقام او ملي سوداګرو د پانګونې ټولنې په همکارۍ سوداګرو سره دهمغږۍ غونډه وشوه.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي څرنګه،چې کونړ د معدنونو له پلو ه غني ولایت شمېرل کیږي،په همدې موخه یې د اوبو ،ځنګلونو او معدنونو برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او هیله مند دی،چې سوداګروته د فرصتونو په برابرولو سره به د قېمتي او نیمه قمېتي ډبرو دقاچاقو او ناقانونه کيندنو مخنیوی وکړي.

ښاغلي میرزکوال له سوداګرو وغوښتل،چې له خپلو وړاندیزونو طرحه جوړه او د بعدي اجراتو لپاره یې ولایت مقام ته وړاندې کړي.

ناستې ته د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي،په ختیځو ولایتونو کې د ملي سوداګرو دپانګونې ټولنې مشر عزت الله حقمل او څوتنو سوداګرو ویناوې وکړې، ویناوالو له همدې امله د کونړ له والي او اړوند ادارو مننه وکړه،چې سوداګرو ته یې د دغسې ناستې زمینه برابره کړې.

د ناستې په ترڅ کې د کونړ والي له لوري لیکوال او شاعر کاتب شاه کاتب خدمتونه هم وستایل شول او د ولایت مقام دښو خدمتونو په ځانګړي ایوارډ یې وویاړه.