کونړ کې رغنیز بهیر

 

د حسابدارۍ انسټیټیوټ،چې د هندوستان هېواد په مالي مټ (۲۷٬۹۳۷٬۴۳۵) افغانیو په لګښت د اسعد اباد ښار اړوند لېچه ګلي سیمه کې جوړیږي (۹۵) سلنه چارې یې بشپړې شوي او نږدې وخت کې به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال نن یک شنبه دولایتي شورا رئیس،پوهنې،ښاروالۍ،سکتوري او ښارجوړونې ریاستونو مسوولینو په ملتیا د یادې ودانۍ رغنیزې چارې له نږدې وکتلې او د چارو لا ښه والي په موخه یې دشرکت مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې .