حکومت له لوري د یومیلیارد افغانیو په لګښت د کونړ سیند مهارولو چارې پیل شوې

 

د کلونو انتطار وروسته د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په هڅو د مرکزي حکومت له لوري د کونړ سیند مهارولو چارې پیل شوې ،چې په راتلونکي دوه کلونو کې به د کونړ سیند دواړو خواوو ته (۵۰) کلیو متره بولډروال جوړ شي ،چې عملي چارې یې نن سې شنبه د کونړ والي عبدالستار میرزکوال، په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار پروفېسور شاد محمد څرګند،د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمان کریمي،کرنې وزارت معین حشمت الله غفوري،ننګرهار والي شاه محمود میاخېل،لغمان والي محمد اصف ننګ او د کونړ لسګونو مشرانو له خوا پیل شوې .

د کلیو او پراختیا وزیر وايي، د سیند دواړو غاړو ته د پنځوس کیلو متره بولډروال پر پروژې یاد وزارت څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګوي، چې په دوو برخو کې به یې چارې بشپړې شي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل نوی جوړېدونکی استنادي دېوال د مرکز اسداباد له نواباد سیمې پیل او تر نورګل ولسوالۍ به په دوه پازو کې د سیمه ییزو شوراګانو له لوري راتلونکي دوه کلونو کې بشپړ او څه باندې درې زره هکتاره ځمکه به له سینده راوګرځول شي.

ښاغلي میرزکوال د هېواد جلالتمآب ولسمشر او نورو هغو مشرانو مننه وکړه،چې د یادې پروژې عملي کېدو په برخه کې یې د کونړ ولس او ادارې غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی

د ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار او قومي مشرانو په یاده پروژه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له راغلو مسوولینو وغوښتل چې کونړ لا زیاته پاملرنه وکړي .