د اسعد اباد برېښنا کوټ د اساسي ترمیم لومړنۍ چارې پیل شوې

 

د اسعد اباد د برېښنا تولید فابریکه،چې په ۱۳۶۷ کال کې د (۷۰۰) کیلواټه په ظرفیت جوړه شوې او د وخت په تېرېدو د نه پاملرنې له امله یې ظرفیت (۱۵۰) کیلواټ ته راټيټ شوی و ، د اوسنۍ ادارې په هڅو (۴۰۰) کیلواټ ته لوړ او هڅه داده،چې یو مېګاواټ ته ورسیږي .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د فابریکې اساسي ترمیم ته (۱٬۸) میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي شوي او د ترمیم چارې به یې په څلورو پړاونو کې بشپړې شي
نوموړي وویل نن یې د ساختمان،کانال پاکوالي او د اوبو ذخیره کولو لپاره د بند کچې لوړولو چارې پیل کړې،چې(۷٬۲) اوه اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او په درې میاشتو کې به بشپړ شي.

ښاغلي میرزکوال د خبرو په دوام وویل په دویم او دریم پاز کې به د توربینونو او دروازولو لګولو او څلورم پاز کې د برېښنا د کنترول او ویش لړۍ پیل شي .

نوموړي زیاته کړه! د برېښنا په برخه کې د کونړ ولس سره کړې ژمنې په پوره کېدو دي او ولس به په پرلپسې توګه د پرمختګونو شاهدان و اوسي .

د پروژې د پیل په دغه مراسیمو کې،چې د کونړ والي سربېره د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي،د برېښنا شرکت ختیځې حوزې رئیس اکرام الله عابد،کونړ برېښنا رئیس عبدالشکور او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه،چې د پروژې په پیل دخوښۍ څرګندولو ترڅنګ یې د ښه تطبیق په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه .