محب الله کمین د کونړ ولایت مقام د دفتر ریاست سرپرست رئیس وټاکل شو

 

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لزوم دید له مخې د ولسمشر حکم په اساس ښاغلی محیب الله کمین د کونړ ولایت د دفتر ریاست نوی سرپرست رئیس ټاکل شوی،چې دوشنبه د کونړ والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال له لوري د ولایت مقام کارکوونکو او د دویمي ادارو رئیسانو ته وروپېژندل شو

د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال وویل په ادارو کې د اصلاحاتو بستر برابر شوی او دغې لړۍ ته به ادامه ورکړي ،څو وکولای شي ځوان کادرونه په دندو وګماري
ښاغلي میرزکوال نوي رئیس ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ له نوموړي وغوښتل ،چې له ولسونو سره اړیکې پیاوړې او په چارو کې نوښت رامنځته کړي .