کونړوالي او دنظامي شورا رهبري هیت تیره شپه وټه پور او مرورې ولسوالیو ته سفر وکړ

 

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جګړه ییزو اماده ګیو او ولسوالیو د امنیتي او اوپراتیفي وضعیت ارزولو په موخه تیره شپه د کونړ والي عبدالستار میرزکوال،د دویمې پلې لواقومندان،امنیت امر او ملي امنیت ادارې مشر وټه پور او مرورې ولسوالیو ته د سفر سره بېره د اسعد اباد له امنیتي کمربند هم لیدنه وکړه

د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال وایي د ولسونو د سر او مال خوندیتوب د حکومت دنده ده او په همدې پار د خلکو هوساینې او د اخترپه شپو او ورځو کې د ډاډمن امنیت لپاره یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د لومړۍ درجه احضاراتو امر کړی

د سفر په ترڅ کې په ولسوالیو کې د همغږۍ نوو مرکزونو ایجاد او قوتونو ترمنځ د اړیکو لاپیاوړي کېدو په موخه مسوولینو ته جدي لارښوونې وشوې

کونړ والي په حاکمو نقطو کې د مېشتو قطعاتو سره د خبرو پرمهال د دوی پیاوړی مورال او ایماني جدبه د ستاینې وړ وبلله او ترې مننه یې وکړه،چې د اختر دخوښیو په دې ورځو کې د هېواد او خلکو ساتنې په موخه یې سنګرونه تاوده ساتلي او ولس ته یې ډاډ من چاپیریال رامنځته کړی دی .