د کونړ دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو او په لسګونو میرمنو د کوچني اختر په احترام له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

 

د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې نن یک شنبه دغبرګولي په (۱۲) دیني عالمانو،قومي مخورو ،میرمنو او ځوانانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا، د افغانانو په زیان او د پردیو په ګټه وبلله او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل چې د نېکمرغه کوچني اختر رارسېدو په احترام اوربند وکړي او بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي

دیني عالمانو او قومي مشرانو هریو مولوي نجیب الله حقیار،سیدوليي الله حنیف ،محمد انور،محمد اجمل،عبدالعزیز علماو شورا رئیس مولوي عبدالرحمان ،قومي مشر حاجي عطاوالله او د سولې شورا پخواني رئیس محمد اسماعیل د خپلو ویناوو په ترڅ د سولې په اړتیا او ارزښت دخبرو سربېره د سولې ټينګښت لپاره د ولسمشر محمد غني دهڅو او پلانونو ملاتړ وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند غوښتنه وکړه

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل سوله الهي امر او د ژوند ستره اړتیا یاده ،علماوو په شرعي فتوای سره په هېواد کې د جنګ جګړو پای ته رسولو په برخه کې خپل ستر رول ادا کړی دی

ښاغلي میرزکوال وویل په ولایتي کچه یې د سولې ټينګښت لپاره یې اغېزمن ګامونه اخیستي او هڅه یې داده چې دا ولایت د سولې په دروازه بدل کړي 
نوموړي زیاته کړه! د سولې ټينګښت په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتودی ،علما او قومي مشران صلاحیت لري چې له وسله والو طالبانو سره مذاکرې پیل،سولې او اوربند ته یې وهڅوي

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواني د تیرو لسیزو په ناخوالو او د روسانو له لوري په دې خاورې او افغانانو شوو ظلمونو یادولو ترڅنګ وویل هغه چا چې د روسانو پرخلاف یې جهاد ته خلک رابلل اوس د روسانو له لوري په افغانانو شوی ظلم هیروي او د دوستۍ لاس ورغځوي، نوموړي زیاته کړه! افغانان په سولې او جګړې له هرچا ښه پوهیږي ،له وسله والو طالبانو مو هیله داده ،چې نورپه دې دردېدلي ولس رحم وکړي او د اوربند په اعلان سره بین الافغاني خبرو پیل ته لار اواره کړي .