د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري کونړ ته سفر وکړ

 

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیر نن یک شنبه د یوپلاوي په ملتیا کونړ ته سفر وکړ او د کونړ له والي سر بېره یې د امنیتي مسوولینو او میشتو قطعاتو لیدنه وکړه

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کونړ په عمومي وضعیت خبرې وکړې او د داعش وسله والې ډلې ځپلو په پار یې د هوایي او کمانډویي عملیاتو پراختیا غوښتنه وکړه ،ښاغلي میرزکوال د خبرو په دوام وویل چې د ولس ،امنیتي ارګانونو او ملکي ادارو په ګډو هڅو او همکاریو امنیت د ډاډ وړ دی او امنیتي ځواکونو په هر برخه کې دښمن مات کړی دی

نوموړي په چپې درې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ترسره شوي هوایي او ځمکني علمیات بریالي وبلل او د امنیتي ساحو په لا پراختیا یې ټينګار وکړ

د دویمې پلې لوا قومندان برید جنرال میرویس ساپي او امنیه قومندان شفیق الله سهار هم د امنیتي وضعیت ترڅنګ د ځواکونو په جګړه ییزو اماده ګیو ،لاسته راوړنو او پلان شوو عملیاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د مسوولینو د لازیات ملاتړ غوښتنه یې وکړه

لوی درستیز کونړ ته د سفر موخه وضعیت ارزونه یاده کړه او د بهبود په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه

د مراسیمو په پای کې یوشمېر افسران او سربازان د لوی درستیز له لوري په نقدي مکافاتو او تقدیرنامو وویاړل شول.