کونړ والي د اسعد اباد ښاروال ته د ښارلمریزې برېښناسستم بیا فعالولو لارښوونه وکړه.

 

د اسعد اباد ښارګوټي لمریزې برېښنا پروژه چې څو کلونه وړاندې د ښاروالۍ له لوري بشپړ او د وخت په تیریدو یې یوشمېر پایې له کاره لویدلي، نن سې شنبه د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رئیسانو سره په کاري ناسته کې د لمریزې برېښنا پایګانو بیا ترمیم او فعالو په اړه ښاوالۍته لارښوونې وکړې .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د لمریزې برېښنا پایو بیا فعالولو سره به د ښار عامه واټونه روښنانه او د ښار ښکلا ترڅنګ به د تګ راتګ پر وخت د خلکو ستونزې اوارې شي .

د اسعد اباد ښاروال انجنیر عبیدالله وایي د ښار تنظیم،ښکلا او پاک چاپیریال لپاره یې ګټور پلانونه ترتیب کړي او نږدې وخت کې به ښاریان د ښو او مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسي .