کونړ ولسونو د سولې مشورتي لوی جرګې له پرېکړو کلک ملاتړ اعلان کړ

 

 

د کونړ ولایت علماوو،ځوانانو،قومي مخورو او د مشورتي لوی جرګې غړو نن پنجشنبه د یوې پراخه ولسي ناستې په ترڅ کې د مشورتي لوی جرګې درویشت ماده ییز پرېکړه لیک له ولسونو سره شریک او د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د افغانستان دولت د روانې جګړې ختمولو او په هېواد کې تل پاتې سولې ټینګښت لپاره اغیزمن ګامونه اخیستي،چې یو یې هم د روان لمریز کال د غویي په نهمه د سولې مشورتي لوی جرګې دایرول وو،چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو ورته د ۲۸۰ ښځینو په ګډون ۳۲۰۰ کسان بلل شوي وو،چې په درویشت ماده ییز پریکړه لیک سره یې د ملت غوښتنې د ښکلېلو خواوو سره سریکې کړې.

د ناستې په ترڅ کې د سولې مشورتي لوی جرګې غړو له لوري ګډونوالو سره د جرګې پرېکړه لیک شریکولو ترڅنګ له خلکو وغوښتل شول چې د جرګې له پرېکړو چې د ولس غوښتنې دي بشپړ ملاتړ وکړي

دیني عالمانو او قومي مشرانو د ویناوو په ترڅ کې د سولې تحقق په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس هڅې د قدر وړ وبللې او د سولې مشورتي لوی جرګې له پریکړه لیک یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ
د غونډې په پای کې د قومي مشرانو لوري د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال د ښو کړنو له امله په ستاینلیک وویاړل ش

کونړ ولسونو د سولې مشورتي لوی جرګې له پرېکړو کلک ملاتړ اعلان کړ