د مرکز اسعد اباد په شمول درې ولسوالیو کې د کرنې پرمټ د ښځو اقتصادي ودې یوکلن پروګرام پیل شو

 

د ښځو اقتصادي وضعیت ښه والي،پاکو خوړو او سبزیجاتو لاس رسي په پار د کرنې وزارت په همکارۍ مرکز اسعد اباد ،نرنګ او ماڼوګي ولسوالیو کې د (۶۰۰) کورنیو باغچو جوړیدو چارې پیل شوې .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال دغسې پروګرامونه دبې وزلو کورنیو لاس نیوي او کورنیو باغداریو دود پیاوړي کېدو په برخه کې ګټور وبلل .
نوموړی وایي چې د پروګرام له مخې په مرکز او دوه ولسوالیو کې شپږسوه بې وزلو میرمنو ته د باغچو جوړولو زراعتي وسایلو او سبریجاتو تخمونو ورکولو ترڅنګ باغدارۍبرخه لنډ مهالې زده کړې ورکړل شي.

د کرنې اوبو لګلولو او مالدارۍ رئیس انجنیر انعام الله ساپی وایي کرنیز سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي او ددې ولایت ولسونه به د بنیادي بدلونونو او نوښتونو شاهدان و اوسي ،په وینایې بیاځلي هڅو په اساس وتوانېد،چې کونړ ولایت لپاره د ماهیانو روزلو او شودو پروسس مرکزونو منظوري تر لاسه کړي .