کونړ والي او د برېښنا شرکت ختیځې حوزې رئیس د مناګي برېښنابند د روانو چارو لیدنه وکړه.

 

د مناګي برېښنا بند پروژه چې په (۱۳۹۲) کال کې د اوبو او برېښناوزارت د(۹،۸) نهه اعشاریه اته میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت یې چارې پیل شوي،ټکنۍ چارې یې د ولایت مقام مشرتابه د خاصې پاملرنې په اساس په تیرکال کې ګړندۍ او اوس بشپړېدو په حال کې دي،په همدې موخه د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د یوشمېر مسوولینو په ملتیا وټه پور ولسوالۍ ته سفر وکړ او له برېښناکوټ یې لیدنه وکړه .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د برېښنا کوټ،توربینونو او نورو ماشینونو نصبولو چارې بشپړ شوي او د شرکت مسوولینو ته یې لار ښوونه کړې ،چې په بیړنۍ توګه د برېښناپایوو نصبولو او مرکز اسعد اباد ته د شبکې غځولو چارې پیل کړي.

کونړ والي وویل چې لومړي قدم کې اسعد اباد ته برېښنا ورکوي او له کنترول وروسته به وټه پور او ماڼوګي ولسوالیو ته وغځول شي.