کونړ والي :امنیتي او دفاعي ځواکونو د اسلام او وطن په ننګ ملاتړلې او په همدغه سپېڅلې روحیه د هېواد د ارضي تمامیت،پت او عزت ساتنه کوي .

 

د سرحدي پولیسو لومړۍ لوا قومندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل د کونړ له والي عبدالستار میرزکوال سره د کتنې په ترڅ کې د سرحدي پولیسو په اکمال،تجهیز او چمتووالي خبرې وکړې

کونړ والي عبدالستار میرزکوال د نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د سرحدي پولیسو هڅې او سرښندنې د قدر وړ وبللې او ستونزو اوارۍ په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه .

کونړ والي مسوولینو ته لار ښوونه وکړه چې د ماشاتو اجرا ،تبادلې او اعاشې په برخه کې د سرتیرو ستونزې اوارې او غوښتنو ته یې جدي پاملرنه وکړي.