د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت د کونړ والي د مبارکۍ پېغام!

 

ټول عبادتونه د الله ج د رحمتونو او نعمتونو وسیله ده او د عبادت په بدله کې الله ج انسان د خپل رحمت او نعمت حق دار جوړوي،د رمضان فضیلت که یو طرف ته له دې امله دی چې د روژو له امله په خلکو کې صبر، تقوی او د نفس قابو کیدل پیدا کیـږي، نو بل طرف ته د دې خیر او برکت څخه ډکې میاشتې غوره والی په دې کې دی چې په دې میاشت کې د دنیا او اخرت لپاره، غوره، پوره، او هر اړخیزه لارښوونه قران عظیم الشان نازل شوی دی.

د دغې مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ،افغان ملت او په ځانګړې توګه د کونړ مېړني ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايم او د لوی الله دربارته د دعا لاسونه لپه کوم،چې د روژې میاشتې له ښېګڼو ، الهي اطاعاتو، عباداتونو ، مغفرت،عظمت،صدقو او صلې رحمۍ څخه هر مسلمان برخمن کړي، امين.
له همدې امله د شتمنو هېوادوالو غوښتنه کوم ،چې د روژې په مبارکه مياشت کې بې وزلو او غريبو هېوادوالو اړتياوو پوره کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په وسله والو هم غږ کوم چې د عظمت ډکه مياشت رمضان المبارک کې د هر ډول تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او پرېږدي،چې افغان ولس په خوښ او ډاډ من چاپېريال کې دیني فریضې ادا کړي