د ناړۍ ولسوالۍ یو شهید او څلور ټپیانو ماشومانو کورنۍ سره مرسته وشوه

 

کونړ ولایت د پېښو پروړاندې چمتووالي ادارې له لوري نن شنبه د هغو پنځه تنو ماشومانو کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه،چې تېره ورځ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند ساخوړ کلي کې د لوبو پرمهال دیوې ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله یوتن شهید او څلور نور ټپیان شوي و.

مرستیال والي ګل محمد بیدار او ولایتي شورا غړو په ياده پېښه خواشیني وښوده او د کورنۍ غړوته یې د تسلیت مراتبو وړاندې کولو ترڅنګ د ټپیانو درملنې په برخه کې دهمکارۍ ژمنه وکړه.