د مجاهدینو د بریالیتوب ورځ په کونړ کې ولمانځل شوه .

 

د ثور (۸)مه د اسلامي انقلاب دبریالیتوت او دهېواد تاریخي ویاړلې ورځ،چې د سرونو په بدله او وینو په نذرانه کولو سره اخیستل شوې ،د کونړ ولایتي چارواکو،قومي مخورو او جهادي مشرانو له خوا ولمانځل شوه

غونډې ته دیني عالم ضیاالرحمان الله یار، پخواني سناتور حاجي محمد امین،امنیت امر حاجي محمد یوسف ،د مرکز ځوانانو شورا رئیس ذبیح الله صاحب الحق ،مولوي محمد ابرهیم،قومي مشرانو هریو ډګروال شاه محمود ،خانزادګل غروال،حاجي یارمولاخان، مطیع الله فرهنګ ،رمضان سایم او څوتنو نورو ویناوې وکړې، ویناوالو د مجاهدینو د بریا ورځې مبارکۍ ویلو ترڅنګ د دې ولسواکه نظام رامنځته کیدل او دنړۍ د محکومو ولسونو ازادي د افغانانو د ستر جهاد پایله وبلله او د جهاد سپڅلې مبارزې دلارې شهیدانو ارمانونو ته درسېدو په برخه کې یې د ولسونو په یووالي ټينګار وکړ،له خلکو یې وغوښتل چې په اسلامي او ملي ورحیې یوبل ته په لاس ورکولو سره د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او پردي پرې نه ږدي، چې د افغانانو یووالي او د هېواد پرمختګ ته زیان ورسوي.

د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار وویل چې د افغانستان مسلمان ملت د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ښکېلاکګر په وړاندې د غلامۍ سر نه دی ټيټ کړی او دهر زورورښکرونه یې مات کړي ،چې دثور (۸)مه یې یوه تاریخي بیلګه ده ،ښاغلي بیدار زیاته کړه !ولسونو د دې نظام لپاره قرباني ورکړې او دغه لړۍ روانه ده ،افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ،چې دخپلونیکونو او پلرونو په پل پل اېښی دی او د اسلامي مقدساتو،پاکې خاورې او ولسونو دفاع ته یې ملاتړلې ، ننګه او ملاتړ یې د هرافغان اسلامي او ملي مسوولیت دی .