د ماليې وزیر همایون قیومي د یو پلاوي په ملتیا کونړ ته سفر وکړ

 

د مالي وزیر همایون قیومي، په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار پروفیسور څرګند او د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن شنبه د غوایي په اومه کونړ ولایت ته سفر وکړ او د کونړ له والي او سکتوري رئیسانو سره یې ناسته وکړه .

د مالیې وزیر همایون قیومي وایي د کورني تولیداتو پیاوړتیا د حکومت مهم لومړیتوب دی او په همدې پار یې کونړ ته سفر کړی،ترڅو د لرګیو او قېمتي ډبرو د پروسس فابریکو جوړیدو په برخه کې به مرسته وکړي،د نوموړي په وینا، چې کونړ د بهانده سیندونو ترڅنګ پراخه ځنګلونو ،د قېتمي او نیمه قېمتې ډبرو لوی زیرمې لري او له دغه شمتنیو څخه قانوني استفاده کولای شي دخلکو اقتصاد پیاوړی او ورته کاري فرصتونه برابرشي.

د ماليې وزیر او ورسره مل پلاوي د فاطمې انجونې لېسې څخه د لیدنې پرمهال د عمراخان لېسې د ودانۍ جوړېدو ژمنې ترڅنګ د مالیې وزیر میرمنې او د ارمغان فاونډېش مشرې ناجیه کریم قیومي له لوري د نجونو لېسې زده کوونکو لپاره د یومجهز کمپیوټر لېب جوړېدو ژمنه وشوه.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي کونړ ته یې د مرکزي حکومت زیاته پالرنه راجلب کړې او په بېلابېلو برخو کې یې لسګونه پروژې پیل کړي ،په وینایې هڅه یې داده چې دې ولایت کې داسې بنسټيزې پروژې پلي کړي،چې پرمټ یې د خلکو اقتصاد پیاوړی او ثبات ټينګښت کې مرسته وکړي .
کونړ والي د مالیې له وزیر او ورسره مل پلاوي څخه د مننې ترڅنګ په دې ولایت کې د نوو اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدو په برخه کې د راغلي پلاوي د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.