دولايت مقام دانساني سرچینو آمريت خبرتيا

د ولايت اړونده د دره پيچ ولسوالۍ د(۴) څلورم بست لپاره د کاندیدانوکار موندنی اعلان!

د کار اهل کار ته د سپارلو او سالمې ادارې د جوړښت په منظور د ولايت اړونده دڅلورم بست اعلان

   - د دره پيج ولسوالۍ اجرائیه عمومی مدیريت.

د پورته ذکر شوی بست لپاره په شرايطو برابر کسان منل کيږي چې وظايف يي په لاندې ډول دي.

·        د اداري اواجرائیوي چاروکنترول ، څارنه اود ولسوالۍ مقام ته داسانتیاؤ برابرول.

د څلورمبست شرايط په لاندې ډول دي.

١- افغاني تابعيت ولري.

٢- عمريي د١٨کالوڅخه کم اود٦٤کالوڅخه زيات نوي.

٣- د تحصيل درجه فوق بکلوريا او لوړو زده کړو ته ترجيح ورکول کيږي.

٤- مربوط د وظیفی یو کال کاري تجربه ولري.

٥- د ملک پهدوه رسميژبو پښتو اودری باندې پوره تسلط ولري.

٦- د کمپیوټر مربوط د افس (ورد ، اکسیل ، پاور پوینټ) پروګرامونو سره بلدتیا.

٧- تقاعد ته سوق نه وي ، د نيک شهرت لرونکې وي ، جرمي سوابق ونه لري ، استعداد ، صداقت او ښه کاري سابقه ولري.

د پورته بست لپاره په شرايطو برابر کسان کولاې شي چې له ٢٨/٩/١٣٩٠ نيټې څخه تر ٨/١٠/١٣٩٠ نيټې پورې د کانديدانو ثبت درخواستي فورمه د کونړ ولايت مقام د انساني سرچينو آمريت داستخدام عمومي مديريت څخه تر لاسه کړي او د خپلو تحصيلي اسنادو سره د تابيعت تذکره نقل بيوگرافي او يو قطعه عکس سره مراجعه وکړي او د لا زياتو معلوماتو لپاره په (0756520845)شميرې سره اړيکې ټينکې کړۍ.

                                                                                                                                              په خورا درنښت