د والي ژوندلیک

 د کونړ محترم والي محمد اقبال سعید لنډه پېژندنه!

ښاغلی محمد اقبال سعید د شهید قاضي محمد نذیر ځوی چې په ۱۳۵۵ کال کې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د ککړک سیمې د میاګانو کلي په یوه دینداره او متدینې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي؛ لومړنۍ زده کړې یې د هجرت په دیار کې کړې دي او د ماسټرۍ ترکچې لوړې زده کړې یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون کې تر لاسه کړي دي.
نوموړی د مورنۍ ژبې پښتو سربېره په دري، انګلسي او اوردو ژبو روانې خبرې کوي.

ښاغلي محمد اقبال سعيد، د ټولنې د هوساینې، لاس نیوي او فکري رغونې په برخه کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او د همدغو ښوخدمتونو په پایله کې د ملي شورا، سره صلیب نړیوالې ټولنې، ولایتي ادارې، ولسونو او خیریه بنسټونو له خوا یې کړنې ستایل شوي دي.

محمد اقبال سعید مخکې له دې چې د کونړ والي په توګه وټاکل شي، له کورني او نړيوالو ادارو سره خپل هېواد او ولس ته د خدمت کولو ۱۶ کلنه تجربه او د خيریه خدمتونو ویاړ لري.

ښاغلي محمد اقبال سعید د ملګرو ملتونو ادارې او ابرار خیریه موسسې کې د دندې ترڅنګ د بشردوستانه مرستو رسولو، طبعي پېښو او د جنګ اغېزمنو کورنیو سره د مرستو ترسراوي په موخه په بې پرې توګه د سرې میاشتې اصولو په رعایت د ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۸۸ کال پورې د ننګرهار ولایت د سرې میاشتې ریاست د رئیس او همدا راز د ۱۳۸۸ کال نیولې تر ۱۳۹۹ پورې په ختیځو ولایتونو کې د سرې میاشتې د همغږۍ مسوول په توګه د نده ترسره کړې ده.

علمي، کاري او سیاحتي سفرونه يې مصر، سعودي عربستان، هندوستان او انګلستان هېوادونو ته کړي.

الحاج محمد اقبال سعید د ۱۳۹۹ د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهورئيس جلالتماب محمد اشرف غني د ۹۴۷ ګڼه فرمان په اساس د کونړ ولایت د والي په توګه وټاکل شو.

خبرونه

نور

دکارموندنې اعلان

نور

داوطلبۍ يا مزايده

نور

اعلانونه

نور